ټرمپ او د داعش په وړاندې یې دوه ډوله دریځ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85238-ټرمپ_او_د_داعش_په_وړاندې_یې_دوه_ډوله_دریځ
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د داعش ترهګرې ډلې د بیا فعالیت په هکله له خبرداریو سره سره د سوریې په شمال کښې د ترکیې له یرغل سره له مخامخ شویو سیمو د امریکايي ځواکونو په ایستلو سره په دغه هیواد کښې د داعش د بیا ژوندې کیدو زمینه برابره کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2019 13:28 Asia/Kabul
  • ټرمپ او د داعش په وړاندې یې دوه ډوله دریځ

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د داعش ترهګرې ډلې د بیا فعالیت په هکله له خبرداریو سره سره د سوریې په شمال کښې د ترکیې له یرغل سره له مخامخ شویو سیمو د امریکايي ځواکونو په ایستلو سره په دغه هیواد کښې د داعش د بیا ژوندې کیدو زمینه برابره کړه.

د سیمې له کیمپونو او جیلونو د داعشي زندانیانو د تیښتې په هکله د سوریې د شمال د کردانو له خبرداري سره سره د ترکیې یرغل د داعشي ترهګرو لپاره دا امکان برابر کړی دی. د ځینو رپورټونو له مخې د سوریې د کردانو ترکنټرول لاندې کیمپونو څخه لږترلږه اته سوه داعشیان تښتیدلې دي. له دې حقیقتونو سره سره ټرمپ په خپلې وروستۍ دریځنیونې کښې له ترکیې او د سوریې له کردانو وغوښتل چې د سوریې په شمال کښې د داعشي ترهګرو د تیښتې مخه ونیسي.

ټرمپ په خپل یو ټویټ کښې ولیکل: مونږ ډیر بد داعشي زندانیان په واک کښې لرو. ترکیه او کردان دې داعشي ترهګر تیښتې ته نه پریږدي. اروپا باید دغه ترهګر ومني او هم دا اوس هم باید دا کار وشي. هیڅ کله اجازه نه ورکوو چې دغه کسان د امریکې خاورې ته ننوځي.

ترکیې د تیرې اونۍ له چارشنبې څخه د سوریې په شمال کښې د (صلحې چینه) په نامه عملیات، د هغه څه په موخه پيل کړل چې (د ترهګرۍ عناصرو په ختمولو سره د ترکیې د سرحدونو خوندي کول او د کډوالو د امنه ستنیدو ضمانت) یې بولي حال دا چې د ترکیې پوځ د داعشي عناصرو د کیمپونو او جیلونو په هدف ګرځولو سره د هغوي او د هغوي د کورنیو د تیښتې لاره هواره کړې ده. نن سبا کابو ۱۱ زره داعشي بندیان د سوریې په شمال کښې موجود دي.

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې هم د دوو امریکايي چارواکو له قوله ولیکل: د امریکې پوځ د سوریې په شمال باندې د ترکیې له حملې وروسته د سوریې له شمالي سیمو د شاتګ په وخت د داعش ډلې سلګونه زنداني قومندان دغه شان پریښې دي. د نیویارک ټایمز رپورټ پس له دې خپور شو چې د داعش ترهګرې ډلې سلګونه کسانو د سوریې په شمال باندې د ترکیې له حملې وروسته د کرد ځواکونو له توقیف ځایونو تیښته وکړه.

داشان امریکې په سوریې کښې د داعش کسانو ته د تیښتې د لارې په هوارولو سره په عمدي توه د دغې ډلې د بیا فعالیت امکان برابر کړی دی، د هغو کسانو چې په ډیر زیات احتمال به بیا منظم شي او ترهګر عملیات به پيل کړي. په حقیقت کښې ټرمپ په دې هکله هم دوه ډوله دریځ لري ځکه له یې خوا مدعي دی چې په سوریې کښې د داعش جرړه له مونډه ووتلې ده او په هم دې وجه په ده هیواد کښې د امریکايي ځواکونو د شتون د دوام لپاره هیڅ دلیل نشته او له بلې خوا ترکانو او کردانو ته خبرداری ورکوي چې داعشیانو ته دې پام وکړي او هغوي تیښتې ته پرې نږدي.

پوښتنه دا ده چې د ترکیې پراخو ځمکنیو او هوايي حملو ته په پام سره ټرمپ څنګه د سوریې له کردانو غواړي چې د داعش په زنداني کسانو نظر وساتي حال دا چې دغې  حملې له زندانه د تیښتې او د تازه ترهګرو عملیاتو د پيلولو لپاره د داعشانو لپاهر ډیر ښه فرصت برابر کړی دی.

له بلې خوا ټرمپ د زنداني داعشیانو مسئولیت د اروپایانو په اوږه وباله او د اروپايي هیوادونو له خوا یې د هغوي د قبلولو غوښتنه وکړه. داسې ښکاري چې ټرمپ د داعش په جوړولو او پراخولو کښې د امریکې مهم رول هیر کړی دی. ټرمپ په خپله د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو انتخاباتو په مبارزو کښې د اوباما حکومت د داعش ترهګرې ډلې جوړونکی بللی و.

واشنګټن له داعشه له اوزاري استفادې وروسته اوس چې د دغې ډلې د مصرف تاریخ ختم شوی دی، نیت لري چې اروپايي هیوادونو ته د هغوي د بیرته لیږلو د ضرورت په پلمه دغه هیوادونه تر دباؤ لاندې راولي. خو اروپايي هیوادونه د دغو ترهګرو منلو ته تیار نه دي. په حقیقت کښې د سوریې په شمال باندې د برید لپاره ترکیې ته د اجازې په ورکولو سره چې نه انکاریدونکې نتیجه یې د داعشیان تیښته او د هغوي بیا منظم کیدل او سنبالیدل دي، تر دباؤ لاندې د سوریې د حکومت د راوستلو، په سوریې او عراق کښې د ناامنۍ د رامینځته کولو او هم د اروپايي داعشیانو له لانجې سره د اروپا د مخامخ کولو زمینه برابره کړې ده، په داسې حال کښې چې په دې لړ کښې مسئولیت د امریکې له اوږو بیخي کوزوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*