د امریکا ولسمشر بیا د عربستان سپکاوی وکړ
Oct 22, 2019 10:19 Asia/Kabul
-
ټرمپ وړاندې هم د عربستان باچا ته ویلي وو تاسو د عربستان د پوځ لګښت ورکولو ته مجبوره یاست .
زمونږ خبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټیلی ویژن سره په نوی مرکې کښې یو(۱) ځل بیا د سعودی عربستان سپکاوی وکړ .
ټرمپ یوځل بیا سعودی عربستان ته له سپکاوی په ډکې لهجې کښې وویل عربستان له پیسو پرته بل هیڅ شی نلری .
د امریکا ولسمشر ټرمپ زیاته کړه سعودی عربستان له ځان څخه د واشنګټن د ملاتړ لګښت ورکوی .
له دې مخکې هم د امریکا ولسمشر ټرمپ د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز ته خبرداری ورکړی وو چې د واشنګټن له پوځی ملاتړ پرته نشئ کولای له دوو(۲) اونیو څخه زیات په واک کښې پاتې شئ .
ټرمپ وړاندې هم د عربستان باچا ته ویلی وو تاسو د عربستان د پوځ لګښت ورکولو ته مجبوره یاست .
ټیګونه