د بریتانیا لومړی وزیر او لیبر ګوند خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85438-د_بریتانیا_لومړی_وزیر_او_لیبر_ګوند_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او د لیبر(l Labour party ) ګوند مشر جیرمی کوربین له اروپایی اتحادیې د لندن د ایستلو(Brexit ) د مهال ویش په هکله خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2019 02:33 Asia/Kabul
  •  انګلستان د حکومت او د ولسي جرګې هاوس اوف کامنز (House of Commons)اختلافات زیات شوي دي .
    انګلستان د حکومت او د ولسي جرګې هاوس اوف کامنز (House of Commons)اختلافات زیات شوي دي .

زمونږ خبریال وایی د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او د لیبر(l Labour party ) ګوند مشر جیرمی کوربین له اروپایی اتحادیې د لندن د ایستلو(Brexit ) د مهال ویش په هکله خبرې وکړې .

په دغه کتنې کښې د بریتانیا د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین لومړی وزیر بوریس جانسن ته د خپل ګوند وړاندیز تکرار کړ چې له اروپایی اتحادیې د لندن د ایستلو  د موافقې د لایحې د ترمیمم ، د خبرو اترو او بیا کتنې لپاره له معقول مهال ویش سره موافقه وکړی .

کوربین په دغه کتنې کښې دغه راز ټینګار وکړ تر هغه وخته چې له اروپایی اتحادیې څخه  له موافقې پرته د وتلو د انتخاب خطر ختم نشی لیبر ګوند د عمومی انتخاباتو د ترسره کیدا ملاتړ کوی .

له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو په هکله د حکومت او د ولسی جرګې هاوس اوف کامنز (House of Commons)اختلافات زیات شوی دی .