ټرمپ: د سيکې دوه مخه (۹)
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85449-ټرمپ_د_سيکې_دوه_مخه_(۹)
په دې مطلب کښې په آرامکو تيلي مرکزونو د يمنيانو د حملو په وړاندې د ټرمپ متناقض دريځونه، په امريکه کښې د ځينو نامتو رسانه اي او سياسي شخصيتونو له نظره د امريکې او نړۍ لپاره د ټرمپ د واکمنۍ خطرناک والے بيانووو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2019 13:08 Asia/Kabul
  • ټرمپ: د سيکې دوه مخه (۹)

په دې مطلب کښې په آرامکو تيلي مرکزونو د يمنيانو د حملو په وړاندې د ټرمپ متناقض دريځونه، په امريکه کښې د ځينو نامتو رسانه اي او سياسي شخصيتونو له نظره د امريکې او نړۍ لپاره د ټرمپ د واکمنۍ خطرناک والے بيانووو

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته د ننوتلو له وخته  داسې يوه هفته نشته چې په خپلو ټوئيټونو، څرګندونو او فېصلو سره يو جنجال جوړ نه کړي. د ټرمپ نه اټکلېدونکے او له اخلاقي او سياسي عرف نه بهر ګفتار او کردار د دې سبب شوے دے چې هغه د امريکې د ولسمشر په مقامکښې تل  د خبرونو په لټه کښې وي. د سعودي د پېښو او د يمن د فوځي او ولسي  ځواکونو د لخوا د آرامکو تيلي شرکت په دوو مېدانونو د حملو په اړه د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د ټرمپ او پومپئو چټي تورونه د امريکې د رسنيو د شننو او دريځ نيونو يوه اصلي موضوع وه او ده.

د امريکې ولسمشر په ټوئيټري جملو کښې ادعا وکړه چې فوځي حملې ته چمتو دے خو په انتظام کښې دے چې سعوديان تائيد کړي چې دغه حمله چا کړې ده. د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو هم په ټوئيټ کښې د څه سند او شواهدو له وړاندې کولو نه بغېر ادعا وکړه چې د ايران اسلامي  جمهوريت د دغو حملو د پردې شا ته دے. پومپئو سملاسي سعودي او اماراتو ته لاړ. د امريکې سېنټر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو نامز برني سېنډر ټرمپ ته په مينځني ختيځ کښې د يو بل غميزناک جنګ د شروع کولو لپاره خبردارے ورکړ او وې ويل،يوازې د يو سعودي ډېکټاټور په وېنا يو بل  جنګ شئ شروع کولې. د سي آئي آے پخواني مشر جان برنان هم وويل، ټرمپ له ايټمي موافقې څخه په وتلو او د ايران په خلاف د اقتصادي جنګ په اعلانولو سره بحران ته چټکتيا ورکړه. هغه تاکيد وکړ، اوس د ټرمپ د بې کفايتۍ او بې مسئوليتۍ په وجه مونږ  له يو ستر ملي او نړيوال مشکل سره مخامخ يوو چې د دواړو ګوندونو لخوا سټراټيجک ځواب ضروري دے. د امريکې ولسمشر په فوځي اقدام د ايران له ګواښلو سره په يو وخت د خبرو اترو  او مذاکراتو خبره هم وکړه. واشنګټن پوسټ ور‎ځپاڼې د ټرمپ د دغه دوه رنګ او متناقض سياست په باره کښې په يو رپوټ کښې وليکلي:  ولسمشر ټرمپ له يوې خوا ايران د مينځني ختيځ يو ټرټولو لوے ګواښ بولي چې ډېر سخت بنديزونه پرې هم لګولي دي او له بلې خوا د ايران له مشرانو سره د خبرو اترو مېز ته له کښېناستېدو سره هم دلچسپي لري. هغه په سپينه ماڼۍ کښې خبريالانو ته وويل چې له هيڅ يو کس سره جنګ نه غواړي او بيا يې له هغې نه له يوې ګېنټې نه کم وخت پس وويل چې فکر کوي چې د ايران په خلاف يو فوځي اقدام  به په سعودي کښې په آرامکو تيلي چاڼځي باندې وروستۍ حملې ته مناسب ځواب وي.د واشنګټن پوسټ د دغه رپوټ ليکوال زياته کړه، دغه سرګرځونکي تناقضات د يو مشخص منطق لرونکي ټرمپ د نظرياتو ښودنه کويو خو د ټرمپ په بهرني سياست کښې د فېصلې کولو نه پرېکنده توب او پرېشاني هم په ډاګه کوي. ولسمشر ټرمپ له يوې خوا له ايران سره د مقابلې لپاره د يو سياسي ضرورت او د خپلو جنګ غوښتونکو ري پبلکنانو او د اسرائيلواو سعودي په شان خپلو انډيوالانو د رضايت د جلبولو او له بلې خوا له ايران سره د يوې موافقې د حاصلولو او د بهرني نه مداخلت لپاره د خپل سياسي درک د ثابتولو ترمېنځ ګېر شوے دے.ډېموکرېټ سنېټر بن کارډين په دې اړه وويل: دا د ډېپلومېسۍ د عملي کولو طريقه نه ده او يوازې د دواړو هېوادونو ايران او امريکې لخوا د ناوړې محاسبې خطر د زياتولو سبب کيږي.

بلومبرګ د ايران په وړاندې د ټرمپ د ګواښونو شننه له يوې بلې زاويې څخه کړې ده. د بلومبرګ خبري چېنل سائيټ د دغې شننې په سر کښې ليکلي ټرمپ لږ وخت مخکښې خبردارے ورکړے ؤ چې که ايران څه اقدام وکړ نو ډېرې بدې پېښې سره به مخامخ شي.دغې رسنې په دوام کښې ليکلي دي: «اوس د سعودي په تيلي مراکزو باندې په حملې سره ستره پېښه رامنځته شوې ده، خو د دې باوجود داسې ښکاري چې دا په واشنګټن کښې پروت حکومت دے چې په مشکلاتو کښې ګېر شوے دے.» بلومبرګ د سعودي په تيلي تاسيساتو وروستيو حملو او په دغو حملو کښې د ايران د رول لوبونې په باره کښې مطرح شويو تورونو ته په اشارې سره ليکلي دي: « له دې وروسته چې د ټرمپ په حکومت کښې لوړ رتبه چارواکو په واضحه توګه ايران په دغو حملو کښې ګرم بللے خو لا معلومه نه ده چې امريکه به وکړې شي د يو داسې هېواد په خلافي تلافي کونکي اقدامات وکړي چې همدا اوس پرې سخت اقتصادي بنديزونه لګېدلي دي.» دغه څو رسانه اي خبري آژانس په دوام کښې ليکلي دي: « حتی که د امريکائي رائې ورکونکو ترمېنځ هم په فارس خليج کښې د يو بل جنګ د شروع کولو لپاره څه ګروهنه موجوده وي، نو ايران له دې ډېر لوے دے چې ورباندې حمله وکړې شي؛سره له دې ايران ښودلې ده چې په داسې صورت کښې چې امريکه د تاوتريخوالو د سختولو فېصله وکړي نو د متقابلو حملو کولو وس لري.» مشهور عرب ليکوال او شناندي عبدالباري عطوان هم په يوه ليکنه کښې وليکل: « ټرمپ چې له ايټمي موافقې څخه د وتلو او د ايران په خلاف د سخت بنديزونو د لګولو له لارې يې حالاتو سخت کړي دي د داسې حملو ذمه وار دے او هغه ايران چې جيمي کارټر يې راوپرزوۀ ټرمپ هم په راتلونکو انتخاباتو کښې راپرزولې شي. خداے ښه پوهيږي.» د مختلقو مسائلو په خاصه توګه په مينځني ختيځ کښې د تاوتريخوالي رامنځته کونکو سياستونو په اړه د بيله بيلو مسائلو په وړاندې د ټرمپ د مختلفو غبرګونونو او اقداماتو په باره کښې شننې ښودنه کوي چې د امريکې ولسمشر تر کومې اندازې په سياسي او رسانه اي ټولنو کښې بې اعتباره دے. حتی د امريکې ځينې مشهور رسانه اي او سياسي شخصيتونه ټرمپ د امريکې او نړۍ لپاره يو خطر بولي. رابرټ رائش په ګارډين کښې په يوې ليکنه کښې وليکل: ټرمپ په جدي او د ويرې تر حده بې ثباته دے، نړۍ په خطر کښې ده. د ګارډين په ليکنه کښې د ډونالډ ټرمپ د استيضاح يا څنګته کېدو لپاره د امريکې د سياسي ټولنو کوششونو او کاميابۍ يا ماتې او له دغو اقداماتو څخه د هر يو نتائجو ته په اشارې سره راغلي دي: «هغه څه چې د آلاباما د طوفان د نزدې کېدو په باره کښې د ټرمپ په ټولو ادعاګانو کښې له هرڅه زيات ازارونکے دے، نه د امريکې د ملي هواپېژندنې د ادارې د نقشو د بدلون لپاره د هغه احمقانه کوشش دے او نه حتی دروغ وينې ته د دغې ادارې د محبورولو لپاره د هغه بې شرمانه کوشش دے بلکه د دغو کارونو لپاره د هغه ناڅه انګېزه ده. مونږ داسې ولسمشران لرلي دي چې کوشش يې کړے دے چې له کارزده کونکي سره خپله جنسي رابطه پټه کړي يا په غېر قانوني توګه واټرګېټ هوټل ته ننوځي خو هيڅکله مو داسې ولسمشر نه دے لرلې چې د هواپېژندنې د يو غلط اټکل صحيح ښودنې لپاره تر دومره حده وړاندې تلے وي. دا منطقي چلند نه دے.»

رابرټ رائش په ګارډين کښې په دغه ليکنه کښې د پام وړ نورو ټکو ته هم اشاره کوي او ليکي: ټرمپ ډنمارک ته خپل سفر په دې وجه چې کپنهېګ په امريکې د ګرين لېنډ خرڅولو ته تيار نه شو، لغو کړ. د امريکې ولسمشر په ځلونو لوړ رتبه چارواکو ته وويل چې د هغو طوفانونو د اودرولو لپاره چې امريکې ته رسيږي د اېټم بمونو د استعمال څېړنه وکړي. هغه فکر کوي چې ويډيوئي او کمپيوټري لوبې د امريکې د ډزو دليل دے او باوري دے چې سيمه ايز بدلونونه څه مهمه مسئله نه ده. رابرټ رائش وليکل: ټرمپ وائي چې تجارتي جنګونه ښه دي او پکښې کاميابېدل آسان او ساده کار دے. هغه تاکيد کوي چې دا چين دے چې د هغه تعرفې ادا کوي، امريکائي مصرفونکي. د امريکې ولسمشر امريکائي شرکتونو ته حکم ورکړے دے چې په چين کښې دې تجارت بند کړي. ټرمپ د مرکزي بېنک مشر دښمن بللے او په دې اړه د يو کمډين ادعا چې کلېنټونيان د جېفري اپسټين د ځان وژنې مسئول او په جنسي استفادې تورن دي په ټوئيټر کښې بيا خپره کړې ده. رابرټ رائش د امريکې او نړۍ لپاره د ټرمپ د خطرناکوالي پخه اړه وليکل: فکر کوم مونږ پکار دي له دې حقيقت سره مخامخ شوو چې هيڅوک نه خوښوي چې په خپلې غلطۍ اعتراف وکړي. بله مسئله ځان خوښونه له حد نه زياته نه ده. مونږ يوازې له داسې يو کس سره چې په غېر معمولي توګه ځان خوښونکے دے مخامخ نه يوو بلکه د امريکې اوسنے ولسمشر په جدي او د ويرې ترحده بې ثباته دے او مسلسل له تېرې ورځې نه لا زيات بد کيږي. په سپينه ماڼۍ کښې د داسې کس شتون جدي زيانونه رامنځته کولې شي. اوس څه کول پکار دي؟ کولې شوو تر نور څوارلسو مياشتو پورې په ولسي رايو سره هغه له سپينې ماڼۍ څه اوباسوو خو هغه کولې شي په اوو شېبو کښې دنيا تباه کړي. رائش خپله دغه ليکنه په دې جملې سره ختمه کړې ده: دعا وکړئ چې تر نورو څوارلسو مياشتو پورې روغ پاتې شوو او بيا چې هر څه په وس کښې لرئ وې کړئ چې دغه سړے له خپل دفتره بهر کړئ.»

-----------