د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85482-د_تهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیتی پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له ننننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمتی یوو ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 26, 2019 09:02 Asia/Kabul
  •  د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیتی پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له ننننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمتی یوو ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو.

دا هم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی  د آذربایجان جمهوریت  په پلازمینې  باکو کې د ناپیّلی غورځنګ  په اتلسمې سرمشریزې کې پخپلې وینا کې روښانه کړې  دسیمې  مسئلو دحل لپاره   دهرډول عملی نوښت په ورین تندی سره هرکلی کوو . دغې ورځپاڼې ددغه ناپیّلی غورځنګ د غړو هیوادونو د مشرانو یو ستر  ګډ عکس راخستی  او لیکلی ئې دی ،ډاکټر حسن روحانی په ډاګه کړې  ناپیلی غورځنګ  دډیرزیات  نفوسو او ملتونو په ملاتړ  او د پراخو حدودو په درلودلو  او دغه راز په نړیوالو ټولنو کې  خپلو رایو ته په پام سره  په راتلونکی څو قطبی  نړۍ کې د قدرت یو نوی قطب راپنځولی شی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د عراق ستر دینی مرجع  آیت ا... العظمی سید علی سیستانی د عراق اوسنیو حالاتو ته په پام سره ټینګار کړی ،  مظاهره چیان او اعتراض کونکی باید  په شخصی ا و عمومی ځایونو تیری ونه کړی ،بلکهې  دخپلو  مظاهرو او اعتراضونو سوله ایز والی وساتی او پخپلو لیکو کې   ورانکارو او شر غواړو ته ځای  ورنکړی .

د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ  عمومی منشی سید حسن نصر ا... پرون په یوې وینا کې  دې موضوع ته په اشارې سره  چې  په لبنان کې ځینی  د داخلی جنګ په رامینځةکولو پسې دی ، وئیلی دی ، لبنان په حساسو شرائطو کې دی او درست باید  په دغو شرائطو کې د خپلو  څرګندونو او اعمالوته ځیر ووسی .

د فلسطین  په غزې تړانګې له نیواکی ټاټوبو سره په پولې کې د بیرته ستنیدا د حق  د لاریون کونکو  حوصله   او انګیزه هماغه راز په اوج کې ده او  پخپلو  چغو او سختو اعتراضونو سره ئې یو ځل بیا ښودلې چې  له خپلو حقه حقوقو هیڅکله هم په شاکیږی نه او تر وروستۍ سلګۍ پورې به د خپل حق  د ترلاسه کولو لپاره  هلوځلو ته د وام ورکړی . په دغو  سختو اعتراضونو او اړۍ  ګړئ کې د وحشی  صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په ډزو کې نور په لسګونو فلسطینیان ټپیان شوی دی .

=  دغې ورځپاڼې په ودام کې لیکلی دی ، د اکتوبر  ۲۷نیټه  د جمواو کشمیر  په تاریخ کې یوه ترټولو تورتمه ورځ ده  او د کشمیر خلک   د  هندوستان او پاکستان د کنټرول کرښې په دواړو لورو کې  او دغه راز په درستې نړۍ کې دغې ورځې ته توره نامه ورکړې ده  او په دې مناسبت  دستورې  او لاریونونه جوړوی . سږ کال دغه توره ورځ په داسې حال کې د لمنځنې په حال کې ده چې   هندی حکومت او پوځ د کشمیریانو رڼا ورځ تورتمه کړې او  کابو څو اتیایمه ورځ کیږی چې  په جمو کشمیر سیمې کې ئې په لکونو کشمیریان په خپلو کورونو کې بندیان کړی  ،خو دا کشمیری آزادی غواړی دی چې   هره ورځ د هندی پوځیانو جتایتونو او ظلمونو ته له پامه پرته  خپلې  چغې پورته کوی او  د جمواوکشمیر  په واټونو کې   غونډیږی .

 په پاکستان کې سیاسی ترینګلتیاوې  اوج ته په رسیدا دی  . داپه داسې حال کې دی چې  د ددغه هیواد د جمیعع علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن   د  پاکستان د سترې محکمې له خوا د  انصار الاسلام نومې وسلوالې څانګې باندې  بندیز فیصله رد کړې او وئیلی ئې دی  د سپریم کورټ دغه فیصله نه منی  او انصار الاسلام څانګه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی . وئیل کیږی څو ورځې مخکې  دغې څانګې  خپله یوه ترینګلی  او تاؤتریخجنه  غونډه کړې چې   دمولانا فضل رحمن په مشرۍ کې  به خپلو له ترینګلتیاؤ ډکو فعالیتونو ته دوام ورکوی .وئیل کیږی  مولانا صیب د پاکستان د عمران خان په مشرۍ د حکومت په ضد  د اکتوبر په یو دیرشمه نیټه  د اسلام ابادپه لور  د آزادۍ مارچ په نامې سره د لاریون هوډ کړی او وئیلی ئې دی  که  ددغه لاریون په وړاندې چا خنډونه جوړ کړل نو دانصار الاسلام  جنګیالی او ډنډه مار به ئې  په کوتکو یا ټوپکو له لارې وغړوی .

دا هم   دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې لیکلی ئې دی ،د امریکا فارین پالیسی نومې خپرونې په یوه وروستی راپور کې په ډاګه کړې ،  ایران  د مینځنی ختیځ په جنګونو کې بیریالی شوی دی .

بلومبرګ  خبری سایټ هم لیکلی دی ، دایران  غیر تیلی صادرات د لومړی ځل لپاره له تیلی صادراتو ډیر زیات شوی دی .

سیمه ایزو او نړیوالو آزادو خبری رسندویو  په راپورونو کې وئیل شوی دی ،  دعراق او او سورئې په  جنګ کې  ماته خوړونکی  له  دغو هیوادونو  دغچ اخستنې لپاره  په لبنان او عراق کې  یو ځل بیا لاس په کار شوی دی .

 ورځپاڼه په دوام کې لیکی ، د داعش په ضد د  تش په نامه نړیوال ائیتلاف کې د امریکا پخوانی استازی برت مګ ګورک  چې  تیر کال ئې  د امریکا د ولسمشر ټرمپ  په کرغیړنو سیاستونو باندې  په اعتراض کې  له خپلې څوکۍ استعفی ورکړې  په ډاګه کړې ده ،  ډونالډټرمپ  نه تاریخ پیژنی ،  نه حقوق او نه هم شرافت پیژنی  او په ځان منامۍ سره  چارې پر مخ بیائی چې هیڅکله به هم بریالی نشی .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هماغه راز د ۲۰۱۶کال  په کودتا کې په لاس درلودونکو پسې دی او داسې کومه اونۍ نشته چې یو شمیر  حکومتی او پوځی مسئولان او چاروال له کاره ګوښه نه کړی .

د ملګروملتو د ماشومانو دحقوقو بسپنې یا یونیسف  په یو ه وروستی راپور کې راغلی دی ، په یمن د سعودی عربستان په مشرۍ د پوځی ائیتلاف  وحشی ډوله  او جنایتکارې حملې  او د بې وځله یمن د تاسیساتو  له مینځةتلل لامل شوی دی ، څو  دوی ووائی ، په هردو دولسو دقیقو کې له پنځو کلونو کم عمره یو ماشوم  د لوږې  او ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی .

دعراق سیاسی ټولنو او ګوندونو  خبرداری ورکړی ،امریکا یو ځل بیا د داعش په له مینځه تللی موقعیّت په احیاء پسې شوې  او  په سورئې کې له سختې ناکامۍ وروسته  دامریکائی  مرستو په پوښښ کې  عراق ته  کابو دیارلس زره تکفیری داعشی  ترهه ګر بیولل شوی دی

د میانمار یا برما  په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی  استازی  پخپل وروستی راپور کې د روهینګیائی مسلمانانو په ضد  په وروستیو کلونو کې د  برما دسیاسی او پوځی چارواکو له خوا له ډیرو زیاتو جنایتونو او اقداماتو وروسته پر امنیت شورا غږ کړی ، څو  ددغه هیواد د سیاسی اوپوځی مشرانو دوسیه   د جنګی جرمونو نړیوالې محکمې هیګ ته  وړاندې کړی .

 د بولیویا   دانتخاباتو لوړ کمیشن  ددغه هیواد دولسمشرۍ  دانتخاباتو  د لاسی شمیرنو په ختمیدو سره   داوسنی ولسمشر اوومورالس  دبریالیتوب  خبر ورکړی دی .

د افغانستان  په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی او وسلوالو مخالفانو  ترمینځ اخ وډب  اوج ته په رسیدو دی ، چې  دامریکا سیاسی او پوځی چارواکو یو ځل بیا وئیلی دی ، د افغانستان د ولسمشرۍ د شووانتخاباتو   د نتیجو له   اعلانه وروسته  به له طالبانو ډلې سره خبرې اترې بیرته پیل کړی . داپه داسې حال کې دی چې   دقطر په دوحې کې د افغانستان د طالبانو ډلې او  امریکائی استازو ترمینځ   په افغانستان کې د روغې جوړې  د راوستو په اړه  دخبرواترو  نهم پړاؤ په داسې حال کې بې نتیجې پای ته رسیدلی چې  د افغانستان حکومت پکې هیڅ استازی نه درلود او  دغه خبرې اترې هم  تر وروستی پړاؤ پورې  بې نتیجې  وې .

د سورئې په الحسکه او ادلب ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرود پټنځایونو  په ضد د سورئې   د پوځ او مقاومتی چورلیز د ځواکونو په پاکونکو عملیاتو کې زیات شمیر ترهه ګر هلاک او دهغوی یو شمیر پټنځایونه هم تباه شوی دی.

اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

د  کابل چاپ  ځینو نننیو ورځپاڼو په خپلو  ګڼو کې تر ډېره حده  د سولې ورستیو خبرو اترو او د ولسمشریزو انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان د ځنډېدو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړی دی.

=        ویسا ورځپاڼې خپله سرلیکنه په یوې پوښتنې پیل کړې ده: د ولسمشریزو انتخاباتو نتایجو ته څومره هیله کېدای شی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، انتخابات وشول، خو د جعل او تزویر او درغلۍ تور داغ د انتخاباتو له لمنې پاک نه شو.

د سرمقاله لیکونکی په خبره، دا چې اوس له اته لکه  زیاتې رأیې باطلې اعلانېږی، د دې معنا دا ده چې تقلب شوی، خو باید دا هم معلومه شی چې دا درغلی چا کړی او ولس باید پوه شی چې حقیقت څه دی؟

په سرمقاله کې راغلی، که له دغو درغلیو سره سره د انتخاباتو نتایج اعلان شی، دغه نتایج به چاته د منلو نه وی او کړکېچ به لاپسی زیات شی، خو د سرمقالې لیکوال بیا هم پوښتنه مطرح کړې چې د دغه بحران مسؤل به څوک وی؟

ځواب یې دی روښانه ګنی او لیکی، دا انتخابات چې د کوم حکومت په مدیریت   شوی، بې له شکه چې هر ډول مسؤلیت هم همدې حکومت ته متوجه کېږی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، دغو ستونزو ته په کتو د ولس اندېښنه اوس هم پرځای ده چې ایا له دې وړۍ به شړۍ جوړه شی که نه؟

=         هېواد دولتی ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې خپله سر مقاله لیکلې ده: د روسیې، چین او پاکستان ناوړې هڅې!

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، روسیه، چین او پاکستان هڅه کوی چې یوځل بیا په مسکو کې د افغانستان پرحالاتو خبرې وکړی.

سرمقاله لیکونکی لیکی، دې ته هغوی په افغانستان کې د سولې پر سر د بحث او خبرو نوم ورکړی، خو په اصل کې هغوی ټول په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې او په ځانګړی ډول له افغان ځواکونوسره د ترهګرۍ پر ضد د امریکا او ناټو د پوځی ماموریت مخالفت کوی.

د سرمقالې د لیکوال په باور،دا لوری په ټول وس هڅه کوی چې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه ژر له افغانستانه ووځی چې افغان حکومت کاواکه شی، طالب ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی او د ترهګرۍ په ملاتړ بیا افغان حکومت ته ستونزې جوړې کړی.

د سرمقاله لیکونکی په وینا، د دې هڅې پایله ډېره خطرناکه او ان د سېمې او نړۍ پر زیان ده، ځکه ترهګری په پاکستان کې لا پیاوړې شوې او د افغانستان ترڅنګ یې سېمې او نړۍ ته ګواښ رامنځته کړی دی.

د سرمقالې په پای کې راغلی، د سولې تر عنوان لاندې دا ډول غونډې د افغانانو له ګډون پرته کومه پایله نه لری او دا ډول غونډې یوازې او یوازې د امتیاز غوښتنې او له افغان حکومت سره د هر ډول پوځی، سیاسی او اقتصادی ملاتړ د مخنیوی لپاره دی، نه د سولې لپاره!

=         دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې کرښو پیل کړې: "په تېره یوه اوونۍ کې د سولې خبرې اترې"

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د روسیې، پاکستان، امریکا او چین استازو د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړې.

د سرمقالې لېکوال د افغان چارواکو په حواله لیکلی چې د سولې لپاره د ګاونډیو او د سېمې هېوادونو دا هڅې ګټورې دی او کولی شی چې افغانستان یوې بنسټیزې سولې ته ورسوی .