امریکا له طالبانو سره بیا خبرې پیلوی
-
زیات احتمال شته چې ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه هم د واشنګټن د عسکرو د وتلو حکم ورکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی امریکا د افغانستان له طالبانو سره سولې ته د رسیدا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړی او سیمې ته د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سفر د واشنګټن د بیړې ښودنه کوی .
دا په داسې حال کښې دی چې د افغانستان حکومت د سولې په نسبت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو اعلانیدا ته لومړیتوب ورکوی .
د افغانستان حکومت انتظار باسی چې د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو پایلې د تلې د میاشتې په شپږمه (۶) نیټه اعلان شی او په انتخاباتو کښې بریالی کس د سولې دخبرو اترو مشرۍ پرغاړه واخلی او دغه بهیر پیل کړی .
دافغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند« وحید مژده »هم ویلی دی امریکا هم په انتظار ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو نتیجې اعلان شی او بیا له طالبانو سره دخبرو نوی پړاو پیل کړی .
خو اروپایی هیوادونو ، روسیې او افغانستان ته د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په نویو سفرونو پیلیدا سره داسې ښکاری چې امریکا به له دې زیات صبر ونکړی نو ځکه خو یې د خبرواترو د بیا پیلولو لپاره هڅې زیاتې کړی دی .
د افغانستان« هشت صبح» ورځپاڼې هم وویل امریکا په افغانستان کښې له طالبانو سره سولې ته درسیدا لپاره بیړه لری او ولسمشر ټرمپ له سوریې خپل پوځیان وباسل او زیات احتمال شته چې هغه له افغانستان څخه هم د واشنګټن د عسکرو د وتلو حکم ورکړی .