د تهران او ځینی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85565-د_تهران_او_ځینی_نورې_نړیوالې_نننیۍ_ورځپاڼۍ
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د تهران او ورپسې ځینی نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو . تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 30, 2019 08:47 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځینی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د تهران او ورپسې ځینی نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو . تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

 د اهم د تهران  ورځپاڼو په سرکې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی،دعراق لومړی وزیرعادل عبدالمهدی د پارلیمان له وارمخکې انتخاباتو ترسره کیدا سره  مخالفت وکړ.

  و رځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لودریّن په یولړ څرګندونو کېددې خبرې په کولو سره چې  فرانسه او متحده عربی امارات  دواړه له ایران سره په ارتباط کې د تاؤتریخوالی  کمیدا او د ډیپلوماسۍ   لومړیتوب  په سر کې  د راوستو غوښتونکی دی  ، وئیلی دی ،  هیله مند یوو چې  له ایران سره  داسې ژورې خبرې اترې وشی  چې  نه یوازې ایټمی پروګرام بلکې د سیمې  امنیت هم پکې شامل شی .

 ورځپاڼه بیا لیکی ،د داعش تکفیری ترهه ګر ې ډلې دمشر ابوبکر بغدادی  د هلاکت  په سر د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  او د حکومتی  چارواکو  هائ هوئ او شورماشور  په داسې حال ې کې زیات شوی ، چې  څارونکی  دا ، د امریکا د ولسمشرۍ  د راتلونکو انتخاباتو  لباره د ټرمپ د پروپیګنډیزې  استفادې لپاره ګڼی، او له حقیقت سره هیڅ اړه نه لری .

په تهران کې د انګلستان سفیر  رابک مک ایر د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په وړاندې د لندن  پر کړچار  له اروپائی اتحادئې  د وتنې  د احتمالی اغیزو په باب  وئیلی دی ،  ډیر زیات  شخړې او چیلنجونه  شته دی ، خو مونږ  د نړیوالې ایټمی موافقې  په وړاندې  د خپلو ژمنو د اجرا په نسبت  پابند یوو ، حتی که  له اروپائی اتحادئې ووځو هم  نو خپلې دغې پابندۍ ته به دوام ورکړو .  

د لبنان لومړی وزیر  سعد حریری  په دغه هیواد کې په کابو لسو ورځو ولسی مظاهرو پسې   استعفی ورکولو ته اړ شو او خپله استعفی ئې  ولسمشر میشل عون ته  وړاندې کړې ، البته د خبر ترمخابیره کیداپورې  د ولسمشرۍ د فتر ددغې استعفی د منلو  یا نه منل کیدا په باب څه نه دی وئیلی .

ځیو کره رسندوئی سرچینو ایشوا کړې چې د مراکش او صهیونیسټی رژیم ترمیځ نیغ په نیغه  هوائی الوتونه پیل شوی دی .

 د سورئې پوځ  په ادلب او الحسکه ولایتونو کې  د تکفیری ترهه ګرو  د مورچلو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې په لسګونو ترهه ګر هلاک او  دهغوی یو شمیر پټنځایونه تباه کړی دی .

د پاکستان د حکومت مخالف لوری  جمعیت علمای پاکستان ف څانګې په  مشرۍ د اپوزیشن  ګوندونو ستر لاریون ـآزادۍ مارچ) پیل شوی او داسې ښکاری چې د اپوزیشن ګوندونو ترمینځ  ددغه لاریون  دمشرۍ په سر سره اختلافات  رابرسیره شوی دی .

     دا هم  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  ددغه هیواد په کانګرس کې د  هغه د مواخذې  او د  انتخاباتو په درشل کې  او له دې وروسته چې  د په لویدیځی آسیا کې  د امریکا دپوځی شتون دپراختیا  او د سیمې د مظلومو  خلکو د عامې وژلې ،  فرقه پالو جن؛ونو  په پراختیا کې  د داعش تکفیری  جنایتکارې ترهه ګرې ډلې د مشر  ابوبکر بغدادی د  مصرف نیټه  پای ته رسیدلې ،  اعلان کړی ، د لویدیځ، صهیونیسټی رژیم  او ځینو مرتجعو  عربو هیوادونو د  استخباراتی  ادارو لاس پوڅی  او روزل شوی  ابوبکر بغدادی  ئې د سپی په شان وواژۀ .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،روسیې د افغانستان او تاجکستان  په پولې کې  په خپل یوه پوځی مرکز کې  د ایس درې سوه ډوله توغندوی ضد دفاعی سسټم  د  دیره کولو خبر ورکړی دی . دا لومړی ځل دی چې   په دغې سیمې کې دغه شان توغندوی ضددفاعی سسټم ځای په ځای کیږی .

الجزیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی  عربستان د یمن په جنګ کې  د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې  په میاشت کې  کابو شپږ میلیارډ ډالری لګښت زغملی  دی .  پر دې سربیره  د یمن په جنګ  کې  د سعودی د  پوځ   کابو څلویښت فی صدی  عسکر بچیان  او ماشومان دی .

 په ارژانټاین کې  د   ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې د مریکاضد ګروهنو  لرونکی کاندید آلبرتو فرنانډز بریالی شوی دی .

 دعراق  حکومت  له امریکا او عربستان سره  د اړونده چینلونو په وسیله د نفسیاتی  جنګ او اړۍ ګړۍ  د رامینځةکولو په موخې سره  د عراق د بدلونونو  په  هدفمن پوښښ پسې په  عراق کې  ددغو چینلونون فعالیتونه درولی دی .

په داسې حال کې  چې  دسورئې پوځ  د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې  مهمې بریاوې ترلاسه کړی دی ،  د امریکاکابو پنځه سوه عسکر  کرمیشته سیمو ته بیرته ورګرځیدلی دی .

د امریکا کانګرس  ا ړونده  څانګې په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ،سبا پنجشنبې ورځې  به د ډونالډټرمپ  په ضد دمواخذې  د څیړنیز بهیر  درسمی کیدا په باب رای واخستل شی . 

 د اسپانیا په بارسیلونا ښار کې د  بیلتون غواړو او پولیسو ترمینځ په اخ وډب کې دغه ښار د جنګ په ډګر بدل شوی دی .

                 داهم  د تهران  ایران ورځپاڼه ده چې  پخپل لومړی مخ ئې لیکلی دی ،انګریز لومړی وزیر بوریس جانسن  د پارلیمان استازی یو ځل بیا ګواښلی  د دسمبر په دولسمه نیټه دې  دانتخاباتو دترسره کیدا لپاره  دهغه  دوړاندیز ملاتړ وکړی .

 دافغانستان  په بیلابیلو سیمو کې  یو ځل بیا د حکومتی او بهرنیو عسکرو په ضد د وسلوالو مخالفانو  حملې او بمی چاودنې په  د اسې حال کې په زیاتیدا دی ، چې د امریکا  مرکچی ټیم  مشر زلمی خلیل زاد یو ځل بیا وئیلی دی ، دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو له نتیجو  وروسته به  له طالبانو ډلې سره  خبرې اترې بیرته پیل کړی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،  د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی د ملګروملتو د ورځې په مناسبت  پخپلې اعلامیې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې  څو اړخیز پالنه  په نړۍ کې  د اوسنیو شخړو او ترینګلتیاؤ لپاره  د مناسبې حل لارې د ترلاسه کولو په خاطر  تر ټولو غوره او ممکنه   لاره  ده .  داپه داسې حال کې دی چې د  اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا  له وتلووروسته  پخپل ژمنو  په عمل کې د  ا مریکا په یواړخیزو سیاستونو او داروپا په بې وسۍ  په نیوکو سره  وئیلی دی ،که  د ایران غوښتنې پوره نه شی ، نو  دایران اسلامی جمهوریت به  په نړیوالې ایتمی موافقې کې  دخپلو ژمنو کمولو ته دوام ورکړی او  باید هیڅوک   په دې زمینې کې د ایران  په  ارادې او هوډ کې شک ونه کړی .

د  امریکا د  مشرانو جرګې دوو سناتورانو چې  له ایران سره د نړیوالې ایټمی موافقې سخت  مخالفان دی ، د ایران د غیر پوځی  ایټمی پروګرام د معافیّت  د تمدیدیدا په ضد ئې  کانګرس ته یوه مسوده وړاندې کړې ده .

 د سورئې پوځ  د ترکیې  او دغه هیواد په پولې کې په زیاترو سیمو کې خپل ځواک د یره کړی او داسې ښکاری  چې  د  ترکیې د حملو د دوام په بنڼه کې به  ورته کلک ځواب ورکړی .

        اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو  ورځپاڼو ته  چې   د افغانستان په هلکه ئې لیکنې کړی او له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .

              ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان پر پوله د نښتې موضوع  څیړلی او لیکلی ئې دی ،د پاکستان له لورې  دپاکستان پر کلو او سرحدی سیمو  په توغندوی بریدونو کې ،یو ځل بیا د هاوان پر مرمۍ په کونړ کې درې افغان میرمنې روانه اونۍ    وژل شوی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د کونړ چارواکو    ویلی دی، نښته وروسته تر هغه پیل شوې چې د افغانستان سرحدی ځواک د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځی تاسیساتو د جوړیدو مخه ونیوله.

ورځپاڼه په واشنګټن کې د ویلسن نړیوال تحقیقاتی مرکز د کارپوه مایکل کوګلمن په وینا لیکی چې د دوو ګاونډیانو ترمینځ شخړې په زیاتیدو دی.

کوګلمن چې په ویلسن تحقیقاتی مرکز کې د جنوبی اسیا د برخې متخصص دی، دا خبره هم کوی چې د افغانستان د انتخاباتو نتیجه ځنډیدلې، د افغانستان راتلونکی سیاسی وضعیت روښانه نه دی او د سولې د خبرو راتلونکې هم ترسوال لاندې ده.

د کوګلمن په باور، په داسې بې ثباته وضعیت کې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمینځ  نښته ښه پېښه نه ده.

              د لویدیځ بله ورځپاڼه، هېل بیا له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو موضوع  څیړی.

دا ورځپاڼه لیکی، د اکتوبر په ۲۱ دا خبره خپره شوې  چې د امریکا دفاع وزارت ورو ورو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړی دی.

دا ورځپاڼه وړاندې لیکی، تر جګړې اتلس کاله وروسته او لږ وروسته تر دې چې د سولې خبرې په سپټمبر کې ګډوډې شوې، د متحده ایالتونو د دفاع وزارت اکثر چارواکو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړی.

د هیل ورځپاڼې په باور د سولې د ناکامه شویو خبرو هدف هم همدا ؤ چې دې کچې ته د امریکایی پوځیانو شمېر په افغانستان کې راکښته شی او په رسمی ډول د پوځیانو د ایستلو پرځای  پر دې عمل وشی چې د کومو عسکرو  د خدمت موده په افغانستان کې پای ته رسیږی ،د هغوی پرځای نور عسکر هلته وانه ستول شی.

      نشنل انټرسټ خپرونې هم له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو مسئله څیړلې ده. دا خپرونه لیکی، په افغانستان کې د امریکایی عسکرو  شتون د دې پرځای چې د شخړو د کمېدو باعث شی، لاپسې شخړې زیاتوی ځکه چې دغو ځواکونو ته ځینی د اشغالګرو په سترګه ګوری .

 

خپرونه بیا لیکی، په دې حقیقت هم سترګې نه شی پټیدلی چې په افغانستان کې د امریکایی پوځینو اوسنۍ شمېره نه شی کولی چې هلته د شخړو مخه ونیسی.

د نشنل انټرسټ د خپرې کړې مقالې په باور د امنیت د ټینګیدو لپاره د هرو زرو کسانو لپاره لږ تر لږه ۲۰ پوځیان پکار دی .