د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې باندې د بشارالاسد ټینګار
د شام ولسمشر بشار الاسد د دغه هیواد له رسنیو سره په مرکه کښې د ترکیې په خبردارولو سره په امریکې نیوکه وکړه او د واشنګټن له خوا د داعش د بیا تولیدولو امکان یې مطرح کړ او هم داشان یې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې ټینګار وکړ.
ترکیې د امریکې په شنه څراغ سره د اکتوبر له اولسمې نیټې د سوریې په شمال باندې یرغل پيل کړ چې یوه اونۍ یې دوام وکړ. بشار الاسد د دغې حملې په هکله دریو ټکیو ته اشاره وکړه.
وړومبۍ دا چې دغه برید یې له ترهګرۍ سره مبارزې ته د ترکیې د ګروهنې له امله نه بلې د سوریې له خاورې د ترکیې د طمعې او لالچ په وجه وباله.
دویمه دا چې ترکیه یې په سیمه کښې د امریکې استازې وبلله. په بله وینا، بشار اسد باوري دی چې په سوریې باندې د ترکیې د حملې اجازتنامه امریکې صادره کړې او دا باید د کردانو په شمول د ځینو سوري ډلو لپاره یو عبرت وي چې د امریکې په ملاتړ ډاډه نه شي.
دویمه دا چې بشار الاسد ترکیې ته خبرداری ورکړ چې که د سوریې له خاورې ونه وځي نو بې له جنګه بله لاره نه لري. اسد نه یوازې د شام له خاورې د ترکیې په وتلو تاکید وکړ بلکې په ادلب ولایت کښې د ترکیې تر ملاتړ لاندې وسله والو کسانو ته یې هم خبرداری ورکړ چې که ترکیې ته نه ځي نو پکار دي چې د سوریې له حکومت سره له جنګ او دښمنۍ لاس واخلي او یا که داسې ونه کړي نو د سوریې پوځ به يې له هیواده د ایستلو لپاره ورسره جنګ پیل کړي.
د بشار الاسد دا کړنلاره ښودنه کوي چښې د شام نظام او حکومت له کړکیچونو په تیریدو سره په خپلو دفاع کښې مطلوب او غوره موقعیت لري او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه خپل اصلي وړومبیتوب ګڼي.
د بشارالاسد د خبرو دویمه برخه د سوریې په وړاندې د امریکې په سیاست پوړې اړونده ده. په دې لړ کښې د بشار الاسد له خبرو څلورو ټکیو ته اشاره کولی شو.
وړومبی دا چې د بشار الاسد له نظره د ابوبکر بغدادي خلاف عملیات او د هغه وژل د (دوکې) عملیات وو ځکه چې امریکې د داعش د مشر په وژلو سره هڅه وکړه چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې خپل بایللی اعتبار راژوندی کړي.
دویمه دا چې د امریکې ګټې د داعش په شان ډلو په بیا تولیدولو کښې دي. په دې وجه بشار اسد باوري دی چې د داعش د بیا تولیدولو او د نویو ابوبکر بغدادیانو د مطرح کیدو امکان شته دی.
دریم ټکی دا چې د ابوبکر البغدادي د وژلو په عملیات کښې د سوریې د ګډون په هکله د امریکې ادعا دروغ ده ځکه چې په واشنګټن باندې د دمشق بې اعتمادي له ترهګرۍ سره د مبارزۍ په شمول د دواړو هیوادونو ترمینځ د هر ډول ملګرتیا مخه نیسي. د شام ولسمشر په دې هکله وویل: سوریې له دې عملیاتو سره هیڅ تړاؤ نه درلود او د سوریې او د امریکې د هیڅ کوم ارګان ترمینځ هیڅ ډول ملګرتیا یا همکاري نشته.
او څلورم ټکی دا چې امریکا په سوریې کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لټه کښې نه ده بلکې هغه د سوریې تیل غواړي. په دې وجه بشار الاسد په پیغور سره ډونلډ ټرمپ د امریکې تر ټولو ښه ولسمشر ونوموه. اسد په دې هکله وویل: ټرمپ د امریکې تر ټولو غوره ولسمشر دی ځکه چې د امریکې له ټولو ولسمشرانو ډیر شفافیت او روڼوالی لري او وايي: مونږ د سوریې د تیلو په تکل کښې یو، او دا هم هغه د امریکې د سیاست حقیقت دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*