د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم درته د تهران ا و ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د اسلامی ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری په ډاګه کړې ، دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دوام د درستو لورو د ژمنتیاؤ په اجرا او ددغې نړیوالې ایټمی موافقې له اقتصادی امتیازونو د ایران په برخمنیدا کې په انډول راوستو سره ممکنه کیدلی شی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، سی این این ټیلیویژنی چینل راپورو رکړی زیاتره امریکایان له سپینې مانۍ د ډونالډټرمپ ویستل غواړوی .
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په ډاګه وئیلی دی ابوبکر البغدادی د امریکا جوړ کړائ شوی ؤ او دامریکایانو له خوا ئې د وژل کیدو خبر د تائیدیدو وړ نه دی .
د امریکا د ریزرؤ پوځ یوه پخوانی قوماندان وئیلی دی،د عراق او افغانستان جنګونه ستره تیروتنه و ه او دامریکالپاره ئې له ګټو زیات تاوانونه ډالۍ کړی او په درستې نړۍ کې ئې د ترهه ګرۍ جرړې پیاوړی کړی دی . داپه داسې حال کې دی چې دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ یو ځل بیا په سپین سترګیتوب سره په سورئې کې له خپل شتون څخه موخه ددغه هیواد تیل بللی او وئیلی ئې دی ، د ما تیل ډیر خوښ دی ،نوځکه مو په سورئې کې د تیلو سرچینې ساتلی دی او دغې ساتنې ته په دوام ورکړو .
د عراق خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره پر بهرنیو حکومتونو غږ کړی ،د نورو هیوادونو دحاکمیّت اصل ته دې د احترام په سترګه وګوری او د عراق په داخلی چارو کې دې لاسوهنې نه کوی .
د سورئې پوځ او مقاومتی ځواک په ادلب او الحسکه ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر مورچلې او پټنځایونه تباه کړی او د هغوی په لسګونو جنایتکار ئې هلاک او ټپیان کړی دی او دغه راز ئې د هغوی په سترو وسلو سنبال څوارلس ګاډی هم تباه کړی دی .
په پاکستان کې سیاسی حالات یو ځل بیا د ترینګلتیا په لور روان دی او د حکومت اپوزیشن لوری د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کې په اسلام اباد کې ستره غونډه کړې او ګواښ ئې کړی چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دې استعفی ورکړی ګنی دوی به تر هغه وخته پرلتۍ وهلی او په لسګونو زره خلک به په اسلام اباد کې دغه غونډې ته دوام ورکړی .
د ا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګنې کې ئې لیکلی دی ، د سورئې په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی ګیّر پډرسن وئیلی دی ، د سورئې د اساسی کمیټې غونډه چې دتیرې اونۍ په چارشنبې ورځې پیل شوې ، په بریالیتوب سره روانه ده او لوری د اساسی قانون دبرابرولو لپاره د پنځه څلویښت کسیز پلاوی د جوړولو په سر سره موافقه کړې ده او دغه پلاوی به خپل کار د نومبر له څلورمې یعنی له سبا پیل کړی .
د فکس نیوز بهرنیو چارو د برخې مسئول کان هیلئن په دې اند دی چې ډیموکراټان به لازما ونه توانیږی ، د ډونالډټرمپ مواخذه کول د هغه د څنګةکولو تر حده ورسوی ، خو ددغه بهیر په څرګندولو سره دوی د ټرمپ لپاره په راتلونکو انتخاباتو کې تر ډیره حده رایو ترلاسه کول کمولی شی .
د عراق په بیلابیلو ښارونو کې ولسی مظاهرې هماغه راز دوام لری او وئیل کیږی ، چې د پیل په وخت دغه مظاهرې تاؤتریخجنې وې خو اوس پکې داسې کومه شخړه نشته او خپلو په حقه غوښتنو ته دوام ورکوی . په یوه بل راپور کې وئیل شوی دی ، چې دعراق په بیلابیلو ښارونو کې په مظاهرو او اخ وډب کې کابو دوه نیم سوه کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتی او دغه راز عمومی ځایونو ته هم ډیر زیات تاوانونه رسیدلی دی . داپه داسې حال کې دی چې د عراق یوې استخباراتی ادارې د متحده عربی اماراتو د اطلاعاتو یوه ډله نیولې چې دبغداد په التحریر چوک کې ئې په ځینو مظاهره چیانو کې پیسې ویشلې او دغه راز ئې خلک د حکومت په ضد بلواؤ ته لمسول .
د یمن د انقلاب دکمیټې مشر محمد علی الحوثی دسوډان د حاکمیتی شورا په مشر او مرستیال د یمن په جنګ کې د دغه هیواد د ځواک د ګډون په خاطر نیوکې کړی او وئیلی ئې دی د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ له خرطوم سره دهغو سوډانیانو په باب چې دیمن په جنګ کې په همداوروستیو کې د انصار ا... ولسی غورځنګ مبارزانو نیولی دی ،خبرې اترې وکړی او یو ځل بیا دوی ته سپارښتنه وکړی چې خپل ځواکونه دې د یمن په جنګ کې د عربستان د آل سعود دسپیرو موخو په خاطر نه وژنی .
د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا ایشوا کړې ده ، امریکا هره میاشت د سورئې له تیلی پلیټ فارمونو څخه د کابو دیرش میلیون ډالرو په ارزښت اومۀ تیلو په قاچاق کولو سره ددغه جنګ ځپلی هیواد په ضد دخپلو بندیزونو خلاف ورزی کوی .
کره راپورونه ښئ دامریکا پخوانی ولسمشر جارج ډبلیو بوش په یوه پټ درې ورځنی سفر کې عمان ته تللی دی .
الجزیره ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې ځینو دوو څانګو چې ورځینی بیلې شوی وې ،د داعش ډلې له نوی مشر ابوابراهیم الهاشمی سره بیعت کړی دی .
د السلواډور حکومت د ونزویلا ډیپلوماټانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی څو په دغې مودې کې دې له هیواده ووځی .
دا هم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، سی این این ټیلیویژنی چینل په یوه راپور کې لیکلی دی ، دامریکا یو شپیته فیصد ښاریز باوری دی ، د دوی ولسمشر ډونالډټرمپ اخلاقی ارزښتونه تر پښو لاندې کړی دی اوباید له سپینې ما ڼۍ وشړل شی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د سعودی عربستان په ختیځی ولایتونو کې د آل سعود رژیم د جنایتونو په ضد ولسی پاڅونونه بیا سر راپورته کوی او وئیل کیږی ، چې د آل سعود رژیم د امنیتی مامورانوپه لاس په القطیف او ځینو نورو ختیځی ولایتونو کې په لسګونو عام خلک وهل ټکول شوی او په نامعلومو بندونو کې بندی کړائ شوی دی .
د لبنان په بیروت او ځینو نورو ښارونو کې مظاهره چیانو د امریکا او صهیونیسټی رژیم بیرغونو ته اوورونه اچولی دی .
د فرانسې په زیاترو ښارونو کې د زیّړو جیکټونو د غورځنګ فعالانو د خپلو اعتراضونو په یو پنځوسمې اونۍ کې یو ځل بیا په سړکونو کې د سرمایه دارۍ دنظام په ضد چغې پورته کړې او یو ځل ئې بیا دفرانسې دولسمشر آمانوئل ماکرون له سپیرې څیرې کرکه نندارې ته وړاندې کړه .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان او بهرنیو عسکرو په ضد د وسلوالو مخالفانو په تیره بیا د طالبانو حملې اوبمی چاونې په زیاتیدا دی .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو اخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د ګڼو نورو مطلبونو ترڅنګ د ټاکنو او د کابل ښار د امنیتی وضعیت په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دی.
د سرخط ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلی، د ټاکنو کمېسیون دې نور ټاکنیز مهالویش نه نقضوی.
سر مقاله لیکونکی لیکی، په کمېشن کې دننه ستونزې او کمیشن ته د درملوګ کمپنۍ له خوا په ځنډ سره د راپور سپارل امکان لری د کمېشن نوی مهال ویش هم نقض شی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی که د ټاکنو کمېسیون دا ځل هم په خپله ژمنه کې پاتې راشی او خپل جوړ کړی مهالویش بیا هم نقض کړی په ټاکنو به د ولسمشرۍ د نوماندانو، د څار د بنسټونو، نړیوالې ټولنې او افغانانو باور نور هم زیانمن شی او د هغو کسانو او ډلو لپاره به پلمه وګرځی چې د ټاکنیزو سیالیو پر اصولو او د خلکو پر رایو باور نه لری او د لانجې لپاره پلمې لټوی.
د سرمقالې په پای کې یادونه شوې،که ټاکنیز کمېشنران په دې برخه کې له غور او دقت کار وانخلی،خپل منځی اختلافات یوې خواته نه کړی،دوی به هم د تېرو کمېشنرانو په څېر د خپلو کارونو،تېروتنو او له پروسې سره د نامناسب چلند سزا ووینی.
= د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ټاکنو د اعلان ځنډ سیاسی لاملونه لری .
وړاندې په سرمقاله کې راغلی په سختو امنیتی شرایطو کې خلک ولاړل او د خپلې خوښې کاندید ته ئې رایه ورکړه، خو اوس کابل ته راتلونکی امریکایی پلاوی هڅه کوی، چې د عبدا.... عبدا....او اشرف غنی ترمینځ یوې معاملې ته لاره هواره کړی.
لیکوال ټینګار کوی، چې د خلکو رایو ته باید احترام وشی، او کمېسیون چا ته اجازه ورنه کړی،چې په سختو شرایطو کې په ورکړو رایو معامله وشی.
نورو ورځپاڼو بیا د بېلا بېلو مسایلو ترڅنګ په ناامنیو په ځانګړې ډول په پلازمینې کابل کې په روانو امنیتی ستونزو لیکنې کړې.
اصلاح ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلی په پلازمینې کابل کې جنایی پېښې او امنیتی ستونزې ډېرې شوی .
په ورځپاڼه کې راغلی، کابل ښاریان له امنیتی ادارو غواړی چې په ښار کې د غلاوو، وژنو او اختطاف مخه ونیسی.
لیکوال وړاندیز کوی، چې پولیس باید له داشان خلکو سره داسې چلند وکړی څو نورو ته هم د عبرت درس وګرځی او ښاریان په ارامه فضا کې ژوند وکړی.
د سرمقالې په پای کې راغلی، په ښار کې جنایی پېښو خلک اندېښمن کړی، په پانګونې یې ناوړه اغیز کړی او حتی د لیکوال په خبره د خلکو او حکومت ترمنځ یې واټن رامنځ ته کړی دی.