له اروپایی اتحادیې وتل د بریتانیه ستره تیروتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85729-له_اروپایی_اتحادیې_وتل_د_بریتانیه_ستره_تیروتنه_ده
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا د ولسی جرګې یعنی هاوس اف کامنز(House of Commons) پخوانی مشر جان بیرکاو(Bercow)په لندن کښې له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کښې وویل چې له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان وتل له دوهم (۲) نړیوال جنګ وروسته د لندن ترټولو ستره غلطۍ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2019 03:14 Asia/Kabul
  • له اروپایی اتحادیې وتل د بریتانیه ستره تیروتنه ده

زمونږ خبریال وایی د بریتانیا د ولسی جرګې یعنی هاوس اف کامنز(House of Commons) پخوانی مشر جان بیرکاو(Bercow)په لندن کښې له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کښې وویل چې له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان وتل له دوهم (۲) نړیوال جنګ وروسته د لندن ترټولو ستره غلطۍ ده .

د انګلستان د پارلمان پخوانی مشر جان بیرکاو د پارلمان د مشرۍ په وخت له اروپایی اتحادیې څخه د لندن د وتلو د ملاتړ کونکو استازیو لخوا تل په پلویتوب تورنیده .

هغه وویل زه د لومړی وزیر بوریس جانسن احترام  کوم خو له اروپایی اتحادیې څخه د لندن وتل له هیواد  سره مرسته نه کوی .

 هغه وویل ښه خبره دا ده چې انګلستان د اروپا د پیاوړی بلاک برخه ووسی .

د انګلستان دپارلمان پخوانی مشر جان بیرکا دغه راز دغه خبره رد کړه چې ګواکی ده له اروپایی اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو مخه نیولی وه او زیاته یې کړه دا زه نه بلکې پارلمان وو چې تراوسه یې له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو مخه نیولی وه .