د ټويټر کارکوونکي سعودي ته په جاسوسۍ تورن شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85762-د_ټويټر_کارکوونکي_سعودي_ته_په_جاسوسۍ_تورن_شول
امريکايي رسنۍ وايي، د ټويټر ټولنيزې شبکې کارکوونکي د سعودي لپاره په جاسوسۍ تورن شوي او په خلاف يې دوسيه رسمي شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2019 13:03 Asia/Kabul
  • د ټويټر کارکوونکي سعودي ته په جاسوسۍ تورن شول

امريکايي رسنۍ وايي، د ټويټر ټولنيزې شبکې کارکوونکي د سعودي لپاره په جاسوسۍ تورن شوي او په خلاف يې دوسيه رسمي شوې ده.

واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، د ټويټر کار کوونکی امريکايي تبع احمد ابو عمو  او علي الزباره  په ۲۰۱۵ کال کې د شپاړس زرو ټويټر فعالانو شخصي معلومات د سعودي حکومت ته ورکړي دي.

د امريکې د عدليې وزارت وويل، دواړو تورنو کسانو د سعودي حکومت مخالفو فعالانو شخصي معلومات د سعودي شاهي کورنۍ او حکومت ته ورکړي دي.

په دغو ټويټري فعالانو کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پخواني کالم ليکونکي جمال خاشقجي د ملګري عمر عبدالعزيز شخصي معلومات هم شامل دي.

د امريکې عدليې وزارت وويل، له دغو دواړو کسانو سره د سعودي يو بل ښاريز چې احمد المطيري نوميږي هم ملګرے و، چې د دوی او سعودي حکومت ترمنځ يې منځګړيتوب کاو.

د امريکا لوی څارنوال ډيويډ انډرسون وايي، دوی سره په ثبت شوې قضيه کې ويل شوي، چې درې واړو تورنو کسانو د ټويټر د زرګونو کاروونکو شخصي معلومات د جاسوسۍ لپاره سعودي حکومت ته ورکړي دي.

هغه وايي، د ټويټر دواړه پخواني کارکوونکي اوس هم په سعودي کې دي او له وليعهد محمد بن سلمان سره نږدې اړيکې لري.

واشنګټن پوسټ وليکل، دا وړومبې ځل دے چې فيډرل څارنوالي په ډاګه سعوديان په امريکه کښې په جاسوسۍ تورنوي.