نن له نمونیا ناروغۍ د ځان د ساتلو ورځ ده
زمونږ خبریال وایی نن د ایران ، پاکستان او د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کښې له نمونیا( Pneumonia) یعنی سینه بغل ناروغۍ د ځان د ساتلو ورځ لمانځل کیږی .
د دغه ورځې د لمانځلو هدف د ماشومانو له نمونیا څخه بچول او د احتیاط کولو په هکله په خلکو کښې د شعور او خبرتیا راپیدل کول دی .
نمونیا یعنی سینه بغل په اصل کښې د سا د اخسیتلو په لاره کښې یا په سږو کښې عفونت یعنی انفیکشن( infection.) ته ویل کیږی .
د نمونیا یعنی سینه بغل ناروغۍ لومړۍ نښې نزله او زکام وی خو ددغه ناروغۍ په سم ډول د پیژندلو لپاره د ایکس رې (X-rays ) اخیستل ضروری دی .
د نمونیا ناروغۍ د رامینځته کیدا په بڼه کښې د انسان په بدن کښې د اکسیجن (Oxygen) اندازه کمیږی او په نتیجه کښې یا خو د انسان دبدن غړی ناکاره کیږی یا هغه مړ کیږی .
راپورونه وایی چې په پاکستان کښې هر کال د نمونیا یعنی سینه بغل ناروغۍ له کبله له اویا زرو (۷۰۰۰۰) څخه زیات ماشومان وژل کیږی .
نمونیا یعنی سینه بغل ناروغۍ د ټول عمر کسانو یعنی ماشومانو او لویانوته لګیدلی شی خو ماشومان او بوډاګان زر ددغه ناروغۍ له کبله مری .
هغه کسان چې له مخکې څخه د سالنډۍ(asthma) ، د شکرې(diabetes) او د زړه دناروغۍ په شان په ناروغیو ککړ دی که چیرې د نمونیا له مرض سره مخ شی خو هغوې زیات له خطر سره پیښیږی.
دغه راز هغه کسان چې د بدن ددفاع قدرت یې کم وی هغوې هم د نمونیا ناروغۍ له کبله زر مړ کیږی .