ایران د بولیویا په کورنیو چارو کښې د امریکې لاسوهنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85858-ایران_د_بولیویا_په_کورنیو_چارو_کښې_د_امریکې_لاسوهنه_وغندله
د ایران د خارجه وزارت ویاند د بولیویا په کورنیو چارو کښې د امریکې لاسوهنه او د دغه هیواد د قانوني ولسمشر خلاف کودتا ډوله اقدام وغنده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2019 04:01 Asia/Kabul
  • ایران د بولیویا په کورنیو چارو کښې د امریکې لاسوهنه وغندله

د ایران د خارجه وزارت ویاند د بولیویا په کورنیو چارو کښې د امریکې لاسوهنه او د دغه هیواد د قانوني ولسمشر خلاف کودتا ډوله اقدام وغنده.

سید عباس موسوي وویل: په اجباري توګه او له قانوني چوکاټونو بهر په تیره بیا په بهرنی لاسوهنې سره د حکومتونو هر ډول بدلون غندل شوی او د نه منلو وړ دی.

هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت باوری دی، هر ډول بدلون باید د خلکو د رایو له لارې او د قانون په چوکاټ کښې د خلکو د غوښتنې انعکاس وي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند هیله وښودله چې په بولیویا کښې خلک او مختلفې سیاسي ډلې د خپل هیواد له سیاسي او حقوقي وړتیاؤ په ګټه پورته کولو سره وتوانیږي له شخړو، تشدد او نښتو پرته، د موجوده حالت په لړ کښې یوې صلحه ایزې حل لارې ته ورسیږي.