د تکفیری بهیرونومنزوی کیدا پر استکبار دمقاومت دبریالیتوب نتیجه ده
د اسلامی امت یووالی او وحدت او انسجام د ورځې یو مهم ضرورت دی او باید د اسلامی نړۍ درست ملتونه سره لاس په لاس کې ورکړی څو په اسلامی نړۍ کې د طاغوتی او استبکاری کړۍ پراختیا مخنیوی وشی او د اسلامی امت ترمینځ په درز او نفاق اچولو کې یو ځل بیا ناکامه شی .
د اسلامی مذهبونو د نزدیوالی د نړیوالې ټولنې عمومی منشی آ یت ا... اراکی نن د اسلامی وحدت په نړیوال کنفرانس کې پخپلې وینا کې په اسلامی نړۍ کې د وحدت او یوواولی د پیغام پراختیا او په اسلامی نړۍ کې د تکفیری او افراط پالو بهیرونو منزوی کیدا پر استکبار د مقاومت دچورلیز دبریالیتوب اغیزې وبللې او وې وئیل ،د اسلامی امت یووالی او وحدت او انسجام د ورځې یو مهم ضرورت دی او باید داسلامی نړۍ درست ملتونه سره لاس په لاس کې ورکړی څو په اسلامی نړۍ کې د طاغوتی او استبکاری کړۍ پراختیا مخنیوی وشی او د اسلامی امت ترمینځ په درز او نفاق اچولو کې یو ځل بیا ناکامه شی .
آیت ا ... اراکی وئیلی د اسلامی وحدت د اونۍ په مناسبت دغه نړیوال کنفرانس په بیلابیلو غونډو کې په د څلورو کمیشنونو او دغه راز په تخصصی توګه شپاړس غوڼډې وشی چې د هغوی خاص ځانګړنه ځوانانو په تیره بیا د د مقاومت د حوزې ځوانانو ته پام دی .