فرانسه په سوريې کې لاسوهنو ته دوام ورکوي
د انا ټولي اژانس د ریپوړت پر اساس د فرانسې ۲۰۰ ځانګړي پوځي ځواکونه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې حاضر دمه د سوريي په رقه ، الحسکه او دیرالزور ولایتونو په څلورو سیمو کې شتون لري.
د دغه راپور پر اساس ذکرشوي سیمې د کورد ملیشیاو تر کنټرول لاندي دي چې په دغو سیمو کې فرانسوي ځواکونه هغوی ته پوځي روزنه ورکوي. فرانسوي پوځیان د امریکا په پوځي اډو کې شتون لري.
د داعش پر ضد د تش په نامه ائتلاف د امریکا د پخوانۍ ولسمشر باراک اوباما د اولسمشرۍ په وخت په عراق او سوريې کې د میشتو ترهګرپر ضد په ادعايي موخې سره رامینځ ته شو. امریکايی ائتلاف د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ میلاد ي کال د اپریل تر پایه پوري په سوريي او عراق کې له ۳۴ نه زیاتې هوایي حملې تر سره کړي دي.
دا په داسي حال کې دي چې د رسمي راپورونو پر اساس امریکا او د دغه هیواد عرب او لودیځ انډيوالان د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د رامینځ ته کونکو او د مالي او د جنګي اوزارو اصلي ملاتړي حسابیږي.