فرانسه په سوريې کې لاسوهنو ته  دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86010-فرانسه_په_سوريې_کې_لاسوهنو_ته_دوام_ورکوي
د انا ټولي اژانس  د ریپوړت پر اساس د فرانسې ۲۰۰ ځانګړي پوځي ځواکونه  د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف  په چوکاټ کې حاضر دمه د سوريي په رقه ، الحسکه او دیرالزور ولایتونو په څلورو سیمو کې شتون لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2019 13:10 Asia/Kabul
  • فرانسه په سوريې کې لاسوهنو ته  دوام ورکوي

د انا ټولي اژانس  د ریپوړت پر اساس د فرانسې ۲۰۰ ځانګړي پوځي ځواکونه  د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف  په چوکاټ کې حاضر دمه د سوريي په رقه ، الحسکه او دیرالزور ولایتونو په څلورو سیمو کې شتون لري.

د دغه راپور پر  اساس ذکرشوي سیمې د کورد ملیشیاو تر کنټرول لاندي دي چې په دغو سیمو کې  فرانسوي ځواکونه هغوی ته پوځي  روزنه ورکوي. فرانسوي پوځیان  د امریکا په پوځي اډو کې شتون لري.

د داعش پر ضد د تش په نامه ائتلاف د امریکا د پخوانۍ ولسمشر باراک اوباما د اولسمشرۍ په وخت په عراق او سوريې کې د میشتو ترهګرپر ضد  په  ادعايي موخې سره رامینځ ته شو. امریکايی ائتلاف د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹  میلاد ي کال د اپریل تر پایه پوري په سوريي او عراق کې له ۳۴ نه زیاتې هوایي حملې تر سره کړي دي.

 دا په داسي حال کې دي چې د رسمي راپورونو پر اساس  امریکا او د دغه هیواد عرب او لودیځ انډيوالان د داعش په شمول د ترهګرو ډلو د رامینځ ته کونکو او د مالي او د جنګي اوزارو اصلي ملاتړي حسابیږي.