اروپا د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86044-اروپا_د_ایران_په_کورنیو_چارو_کښې_لاسوهنه_وکړه
فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسولې ویاندې مایا کوسیانچیچ پرون د امریکا په شان د ایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره په هیواد کښې د بلواو ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2019 02:31 Asia/Kabul
  • اروپا د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړه

فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسولې ویاندې مایا کوسیانچیچ پرون د امریکا په شان د ایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره په هیواد کښې د بلواو ملاتړ وکړ .

هغې د ایران په کورنیو چارو کښې د ځینو لویدیځو هیوادونو د لاسوهنې په دوام کښې په یوې (۱) بیانیې کښې له بلواګرو سره د  چلند د نه کولو غوښتنه وکړه .

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مشرې ویاندې مایا کوسیانچیچ د خپلو لاسوهونکو څرګندونو په دوام کښې د ایران چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې ټولنیز او اقتصادی مشکلات باید د تاوتریخوالی له لارې نه بلکې د پراخ بنسټه خبرواترو له لارې حل کړی .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی د اروپایی چارواکو په تیره بیا د اروپایی اتحادیې د خارجی سیاست د مشرې د ویاندې مایا کوسیانچیچ  وروستۍ څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وبلله او  اروپایی هیوادونو ته یې سپارښتنه وکړه ښه خبره دا ده چې تاسو لومړۍ باید د خپلو هیوادونو په کورنیو مشکلاتو او ګډوډیو فکر وکړئ او د خپلو خلکو د پراخو خپګانونو درملنه وکړئ چې هره اونۍ په اروپا کښې په بیلابیلو ډولونو رامینځته کیږی .