د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86151-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم د تهران او ورپسې دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2019 09:21 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم د تهران او ورپسې دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

 دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  په ملګروملتو کې د اسلامی ایران دایمی سفیر او استازی  مجید تخت روانچی په خپلې  یو ې وینا کې  وئیلی دی ،د ملګروملتو امنیت شورا د اعتماد او رواوالی  له بحران سره مخامخ شوې ده او باید  دغه  شورا اصلاح شی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دعراق لومړی وزیر  عادل عبدالمهدی  وئیلی دی ،د حکومتی کابینې نیم غړی  دبدلیدا او څنګةکیدا په حال کې دی او  دغه راز د  حکومتی ادارو او  اورګانونو  کابو دوه سوه  لوړپوړی چارواکی او مسئولان هم  د فساد له تورونو سره  مخامخ دی چې ډیر زر به ئې محاکمې پیل شی . 

په لسګونو زره فلسطینانو پرون  په لویدیځی غاړې کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو جوړونې ته  د رواوالی  د ورکولو لپاره د  هڅو پشمول د امریکا د سیاستونو په ضد سترئې مظاهرې وکړې او  د امریکائی چارواکو له دغوکرغیړنوسیاستونو او کړنو ئې خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ .

دغې ورځپاڼې  همداراز له هغه سپی سره   په سپینې ماڼئ  کې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ عکس  راخستی  چې   د دوی په اند ئې د داعش ترهه ګرې ډ لې   مشر ابوبکر البغدادی  تعقیب کړی ؤ . په دغه عکس کې ټرمپ د  امریکا د ولسمشر په توګه له  دغه سپی سره خاندی  او ځیر ځیر ورته ګوری .

 ورځپاڼه بیا په دوام کې لیکی ، هیل  خبری ویبپاڼې راپور ورکړی ، ټاکل شوې ده د  سپینې ماڼۍ  د دفتر د مشر مرستیال ډاڼیل والش  هم ډ یر زر له خپلې دندې لاس په سر کیږی .

             دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل لومړی مخ ئې  لیکلی دی ،د یمن په جنوب کې  د دغه هیواد دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  د توغندوی او بې پیلوټه الوتکو  یونټونو  د متحده عربی  اماراتو او سعودی عربستان د  تیریګرو  او تالی څټو ځواکونو دمورچلو او مرکزونو په ضد په سترو او غافلګیر کونکو  عملیاتو کې  درندې مرګ ژوبلې اړولی او وئیل کیږی ، چې  په دغو عملیاتو کې یو شمیر ټانکونه ، پوځی ګاډی او  دپیټریاټ توغندیو یو شمیر پلیټ فارمونه هم تباه شوی دی . په دغو عملیاتو کې   د تیریګرو مرګ ژوبلې  څه دپاسه درې نیم سوه کسان ښودل شوی دی .

المیادین خبری چینل  د ایران د درست ولس په تیره بیا په تهران کې د ولس  د بلواګرو او اشرارو په ضد  د میلیونی لاریون د پرتم او ولولې په بیانولو سره  په یوه راپور کې وئیلی دی ،  د ایران ولس یو ځل بیا  دامریکا دسیسې ته تخنیکی ګوزار ورکړ او له سره ئې   ناکامه کړه .

د  امریکا  فاریّن پالیسی این فوکس نومې تینک ټینک چې  په واشنګټن کې  د سیاست  جوړونې  دمطالعاتو یوه مهمه اوسټراټژیکه  موسسه ده ، لیکلی دی ، دایران د ایټمی پروګرام او دغه راز د جامعې نړیوالې ایټمی تړون  په دوام کې د بندیزونو ترڅنګ   این پی ټی تړون ،د هغو هیوادونو په تیره بیا د صهیونیسټ رژیم او  د هغو د ملاتړی یعنی امریکا په وړاندې  له ځانه د دفاع د قدرت د کنټرولولو لپاره یو آوزار دی ، چې دواړه په ایټمی وسلو سنبال دی.

د جرمنی د اقتصادی چارو وزیر پیتر آلتمایر  چې ددغه هیواد  صدارعظمې میرمن آنګلامرکل نزدې متحد هم دی ،  له خپل هیواده د امریکا د جاسوسۍ  ایشوا کیدا ته په اشارې سره ئې واشنګټن  یو بې باوره او دوکه باز شریک او متحد بللی او نورو ته ئې هم سپارښتنه کړې چې په دغه هیواد په تیره بیا ددغه هیواد پر چارواکو کې دې هیڅ باؤر نه کوی .

دافغانستان په غزنی کې  د حکومتی او وسلوالو مخالفانو ترمینځ په   نښتې کې یو شمیر عام خلک  وژل شوی چې  ځینی ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږی .

          دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې  نننۍ  ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ورځنی سفر  د قطر دوحې ته تللی او  د قطر له امیر شیخ تمیم  سره په لیدوکاتو کې  ځینی مهمې فیصلې کړی دی ، چې وئیل کیږی ،  په قطر کې به ترکیه خپل د وهم ستر پوځی مرکز هم جوړوی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا د  ولسمشر ډونالډټرمپ  حکومت  د نورو  په چارو کې  د لاسوهنې په دوام کې  خپلو کرغیړنو سیاستونو ته  دوام ورکوی او  ددغو کرغیړنو  سیاستونو په دوام کې ئې  د لیبیا د  حکومت مخالف لوری  له مشر جنرال خفتر سره د لیدوکاتو لپاره یو ځانګړی پلاوی لیږدولی  او  له لیدوکاتو وروسته ئې هغه لمسولی څو پر طرابلس خپلو هوائی پوځی حملو ته دوام  ورکړی. وئیل کیږی ،  د امریکا  حکومتی چارواکی هڅه کوی ، په دغه کار کې له ځان سره د عربستان او مصر رژیمونه هم ملګری کړی  او په دغه هیواد کې خپل یو تالی څټی واک ته ورسوی .

  د امریکا د فیډرل  محکمې یوه قاضی کتانجی براؤن جکسن چې د ټرمپ د مواخذې  لپاره په څیړنو بوخت دی ،  دکانګرس  د استازو  په وړاندې ئې د   امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د یوه پخوانی حقوقی سلاکار  په پابند کولو سره  وئیلی دی ،    ولسمشران   پاچایان نه دی ، چې  خپلو سلاکارانو ته  مطلق خوندیتوب ورکولی شی .

 ورځپاڼې په دوام کې  لیکلی دی ،  د ایران  داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمدجواد ظریف  په تهران کې د   افغانستان د طالبانو  ډلې له یوه لوړپوړوی پلاوی سره په کتنې کې چې د طالبانو ډلې د سیاسی  دفتر د  مشر ملا برادر اخند په مشرۍ  ئې تهران ته سفر کړی ،  د افغانستان سوله او ثبات د اسلامی ایران سوله او ثبات  بللی او وئیلی ئې دی ، د باثباته او کرار افغانستان  د ایران پشمول د درستې سیمې لپاره ډ یر مهم دی او په دغه هیواد کې سوله او آرامښت هاله ټینګیدلی شی ، چې  بهرنی  عسکر  له دغه هیواده  ووځی او  په دغه هیواد کې د بین الافغانی خبرواترو او  همغږیو په اساس په سوله ایز ډول چارې پر مخ لاړې شی .

د بولیویا  خارجه وزارت  په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ،  ددغه لاتینی ا مریکا هیوادموقتی حکومت ،  له یولسو کلونو وروسته  په لومړی ځل  په  امریکا کې خپل سفیر منصوب کړی دی .

دسورئې  پوځ او د مقاومتی چورلیز ځواک  په ادلب او الحسکه   او دغه راز په االرقه ولایتونو کې په پاکونکو عملیاتو کې د داعشی تکفیریانو یو شمیر مرکزونه او مورچلې تباه کړی او دهغوی  په لسګونو  تکفیری جنایتکار ترهه ګر ئې هلاک کړی دی    او دغه راز ئې  دهغوی په سترو وسلو سنبال  اتلس ګاډی هم تباه کړی دی .

  د پاکستان یو پخوانی  او مجرم پیژندل شوی لومړی وزیر نواز شریف  چې  په همداوروستیو کې د درغلۍ او مالی فساد په تور په اوه کلن بند محکوم شوی ،  ددرملنې لپاره  انګلستان ته خوځیدلی او وئیل  کیږی ، په یوشمیر روغتونو کې ئې له ټسټونو وروسته  په یوه خصوصی روغتونو کې بستری شوی دی .

          اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو  خپل دریځونه دی . 

د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره حده د دوېم پړاو ټاکنو، سولې او کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دی.

ملی ارمان ورځپاڼه لیکی، دوېم ځلې ټاکنې باید د یوې بې پرې ادارې تر څار لاندې و شی.

وړاندې راغلی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لورې د پایلو ځنډېدل او د ټاکنیزو ډلو ترمینځ روانو کړکیچونو خلکو ته ګڼې اندېښنې راپیدا کړی او دا د  ټاکنو د کمېسیون باور له مینځه وړی.

د سرمقالې د لېکوال په باور، که چیرې د ټاکنیزو ډلو ترمینځ ستونزې حل نه شی ،هېواد به له یوۀ نوی کړکیچ سره مخ شی.

=         هېواد دولتی ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د سولې پروسې راتلوونکې ناستې ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، افغان حکومت د سولې لپاره پر یوې اووه ماده ییزې طرحې سربېره د حقانی شبکې درې بندیان  خوشی کړل او اوس یې د چین غونډې لپاره تیاری نیولی چې د لومړی ځل لپاره  پکې له طالبانو سره خبرې کېږی.

خو د سرمقالې لیکوال لیکی، په خواشنیۍ سره چې د دې غونډې د ګډوډولو لپاره هم هڅې روانې دی او یو شمېر هغه ډلې چې له سولې وېره لری د دولت د دغو هڅو په وړاندې خنډونه جوړوی.

د سرمقالې د لېکوال په باور، په افغانستان کې سوله د سېمې او نړۍ لپاره هم ډېره مهمه او برخلیک ټاکونکې ده ،نو له همدې امله سېمه او نړۍ په افغانستان کې د سولې غوښتنه او د حکومت له دغه درېځه ننګه او ملاتړ کوی.

د سرمقالې په پای کې لیکل شوی، په همدې روحیه د چین غونډه پلان شوې او امریکا، نړیواله ټولنه ،ملګری ملتونه او په تېره بیا اروپا او د افغانستان ترڅنګ د سېمې نور هېوادونه د روان او تل پاتې ګډې ګټې لپاره د سولې غوښتنه کوی.

=      سرخط ورځپاڼې بیا د نورو مسایلو ترڅنګ د کورنیو بې ځایه شویو ژوند ته کتنه کړې ده.

په سرمقاله کې راغلی، یوازې سږکال ۳۷۵ زره کسان د جګړو له امله بې ځایه شوی دی.

په سرمقاله کې راغلی ،جګړو له تېرو شاوخوا څلور لسیزو راهیسې نه یوازې د لکونو افغانانو ژوند اخیستی بلکې په همدې شمېر کورنۍ یې کړولې، د کور سرپرستان یې ترې اخیستی، میّندې یې بورې، میرمنې یې کونډې، ماشومان یې  بې پلاره او خویندې یې بې وروڼو کړې دی.

په سرمقاله راغلی،دغې خونړۍ جګړې چې لاهم روانه ده او هره ورځ په بیلابیلو نومونو لسګونه افغانان پکې وژل کېږی او د دې ترڅنګ ډیری کورنۍ هم بې ځایه شوی چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د سرمقالې په پای کې د ملګرو ملتونو وروستی راپور ته په اشارې لیکل شوی، چې دا شمېر افغانان تر ډیره د وسله والو مخالفانو او دولتی ځواکونو تر مینځ د جګړو له امله له خپلو مېنو  نورو سېمو ته کډه شوی دی .