۱۸۰۰۰ کاله مخکې مړ شوی ځناور موندل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86306-۱۸۰۰۰_کاله_مخکې_مړ_شوی_ځناور_موندل_شوی
زمونږ خبریال وایی د سټاک هوم محققانو د روسیې په سایبریا سیمې کښې څه موده مخکې یو (۱)داسې ځناور کشف کړی دی چې اتلس زره (۱۸۰۰۰) مخکې مړ کیدا سره سره اوس هم په خپل اصلی حالت کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2019 13:47 Asia/Kabul
  • ۱۸۰۰۰ کاله مخکې مړ شوی ځناور موندل شوی

زمونږ خبریال وایی د سټاک هوم محققانو د روسیې په سایبریا سیمې کښې څه موده مخکې یو (۱)داسې ځناور کشف کړی دی چې اتلس زره (۱۸۰۰۰) مخکې مړ کیدا سره سره اوس هم په خپل اصلی حالت کښې دی .

محققانو وویل چې اتلس زره (۱۸۰۰۰) کاله مخکې مړ شوی ځناور په واورې کښې منجمد شوی وو او اوس هم په خپل اصلی حالت کښې دی .

د سټاک هوم محققانو تیر میلادی کال د ګرمۍ په موسم کښې د روسیې د سایبریا سیمې په شمال ختیځ کښې په یوې(۱) لیرې پرتې سیمې کښې دغه  زوړ  مړ شوی ځناور کشف کړی وو .

د دغه  مړ شوی ځناور پوزه ، غاښونه او د بدن نور غړی اوس هم سالم دی او په لیدو سره یې داسې ښکاری چې هغه همدا اوس  مړ شوی دی .

د ویلو ده چې دغه ځناور دوه (۲) کلن وو چې مړ شوی د او وروسته د ځمکې په لاندې برخې کښې ښخ شوی وو .

د سټاک هوم  محققانو وویل چې تراوسه دغه خبره معلومه نه ده چې دغه مړ شوی ځناور سپی دی او که  لیوه په دې هکله نور تحقیق روان دی .