سوریه هیڅ ډول کیمیاوی وسلې نلری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86334-سوریه_هیڅ_ډول_کیمیاوی_وسلې_نلری
تسنیم خبری اژانس وایی د سوریې د خارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد له کیمیاوی وسلو څخه د سوریې د پوځ د استفادې په هکله د لویدیځو هیوادونو تورونه غیر حقیقی وبلل او ویې ویل له کیمیاوی وسلو د دمشق د استفادې جعلی سناریو د سوریې پرضد د لویدیځو هیوادونو د دسیسې یوه(۱) برخه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2019 01:29 Asia/Kabul
  • سوریه هیڅ  ډول کیمیاوی وسلې نلری

تسنیم خبری اژانس وایی د سوریې د خارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد له کیمیاوی وسلو څخه د سوریې د پوځ د استفادې په هکله د لویدیځو هیوادونو تورونه غیر حقیقی وبلل او ویې ویل له کیمیاوی وسلو د دمشق د استفادې جعلی سناریو د سوریې پرضد د لویدیځو هیوادونو د دسیسې یوه(۱) برخه ده .

هغه پرون د لبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې سوریه کیمیاوی وسلې نلری وویل لویدیځو هیوادونو ، ترکیې او دسعودی عربستان په شمول عربو هیوادونو  په سوریې کښې ترهګرې ډلې په کیمیاوی وسلو او موادو سمبال کړی دی .

د سوریې د باندنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد په دې خبرې سره چې دمشق د لویدیځو هیوادونو ، د ترکیې او د عربو هیوادونو لخوا په کیمیاوی وسلو د ترهګرو د سمبالولو په هکله سندونه لری وویل ټروریستان د سوریې د ملت او د پوځ پرضد کیمیاوی وسلې کاروی .

د سوریې لخوا د کیمیاوی وسلو د کارولو جعلی خبرونه تل دسوریې په خاورې د امریکا او د هغې د متحدانو د پوځی حملو ، لاسوهنو او د سوریې په اقتصادی او پوځی بیخ بنایانو د بمباریو لپاره یوه(۱) پلمه ده .

امریکا ، سعودی عربستان او نور ملګری یې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ماتی سخت اندیښمن دی .