په ناروې کې د قرآن کریم آسمانی کتاب نُسخې ویشل کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86358-په_ناروې_کې_د_قرآن_کریم_آسمانی_کتاب_نُسخې_ویشل_کیږی
د نومبر په درویشتمه نیټه د ناروې په کریسټیّن سنډ ښار کې یوه افراطی کس دقرآن کریم کتاب ته په اوور اچولو سره ددغه آسمانی کتاب سپکاوی کړی،چې دغه سپیر اقدام د درستې نړۍدمسلمانانو او پتمنو سخت غبرګون راوپاروۀ او زیاترو هیوادونو کې ددغه سپیر اقدام په خلاف سترې مظاهرې وشوې.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 06, 2019 10:17 Asia/Kabul
  •  په ناروې کې د قرآن کریم آسمانی کتاب نُسخې ویشل کیږی

د نومبر په درویشتمه نیټه د ناروې په کریسټیّن سنډ ښار کې یوه افراطی کس دقرآن کریم کتاب ته په اوور اچولو سره ددغه آسمانی کتاب سپکاوی کړی،چې دغه سپیر اقدام د درستې نړۍدمسلمانانو او پتمنو سخت غبرګون راوپاروۀ او زیاترو هیوادونو کې ددغه سپیر اقدام په خلاف سترې مظاهرې وشوې.

لینډ ورت  ورځپاڼې راپور ورکړی،د ناروې په پلازمینې اسلو کې  د مسلمانانو درو  تنظیمونو ، د ناروې د مسلمانانو د هنر او فرهنګ ټولنه ، داسلامی ادبیاتو ټولنه او د منهاج القرآن جامع جومات ټولنه   په  دغه هیواد کې د قرآن کریم دسپکاویو دتکراریدو دمخنیوی په خاطر  نیّت لری ،د ناروې   په پلازمینې  او برګن ښار  کې  د قرآن کریم لس زره نسخې یا کتابونه  په عامو خلکو کې وویشی .

Image Caption

 

 ددغه راپور په اساس د قرآن کریم دنسختو د ویشولو لګښت  دغه درې تنظیمونه په غاړه لری او  دهغو ځینی برخې هم  د ولسی مرستو له ځایه تامینیږی .

د نومبر په درویشتمه نیټه  د ناروې  په کریسټیّن سنډ ښار کې   یوه افراطی کس دقرآن کریم  کتاب ته په اوور اچولو سره ددغه آسمانی کتاب سپکاوی کړی ، چې دغه  سپیر اقدام د درستې نړۍ  دمسلمانانو او پتمنو  سخت غبرګون راوپاروۀ او زیاترو هیوادونو کې  ددغه سپیر اقدام په خلاف سترې مظاهرې وشوې.