هندی مسلمانانو د بابری جومات د ورانولو ورځ توره ورځ ونوموله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86359-هندی_مسلمانانو_د_بابری_جومات_د_ورانولو_ورځ_توره_ورځ_ونوموله
هندی مسلمانان نن توره ورځ یعنی د بابری جومات د ورانولو اوه ویشتمه کلیزه په داسې حال کې لمانځی چې د هندوستان سترې محکمې په همداوروستیو کې د بی جې پی واکمن ګوند او افراطی هندوانو په ښکاره ملاتړ او پلویتوب په یوې فیصلې کې د بابری جومات مځکه هندوانو ته سپارلی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 06, 2019 10:35 Asia/Kabul
  • هندی مسلمانانو د بابری جومات د ورانولو ورځ توره ورځ ونوموله

هندی مسلمانان نن توره ورځ یعنی د بابری جومات د ورانولو اوه ویشتمه کلیزه په داسې حال کې لمانځی چې د هندوستان سترې محکمې په همداوروستیو کې د بی جې پی واکمن ګوند او افراطی هندوانو په ښکاره ملاتړ او پلویتوب په یوې فیصلې کې د بابری جومات مځکه هندوانو ته سپارلی

دسحر  اردو خبری چینل د راپور په اساس ، د هندی مسلمانانو ګوندونو او سیاسی او مذهبی  ډلو ټپلو  نن جمعې ورځ چې د فراط پالو هندوانو په لاس د بابری جومات د  شهیدولو ورځ ده ،توره ورځّ  نومولې او په دې ارتباط ئې د  جنایتکارو او ورانکارو هندوانو د محکومیّت غوښتنه کړې ده .

 هندی مسلمانانو د بابری جومات  ورانول د مذهبی آزادۍ قتل  بللی او وئیلی ئې دی ، ددسمبر شپږمه ورځ  په درست هیواد کې توره ورځ لمانځل کیږی . 

 بابری جومات د ۱۹۹۲کال  ددسمبر به شپږمه نیټه  د افراطی هندوانو  د هند د واکمن ګوند په بشپړ ملاتړ سره پر بابری  جومات  په حملې کې دغه ستر اوتاریخی  جومات وران کړ او  په دغه ورځ  په  اخ وډب کې  څه دپاسه دوه زره مسلمانان هم شهیدان شول .

Image Caption

 

 هندی مسلمانان  نن  توره ورځ یعنی  د بابری جومات د ورانولو  اوه ویشتمه کلیزه  په داسې حال کې لمانځی چې  د هندوستان سترې محکمې په همداوروستیو کې   دبی جې پی  واکمن ګوند  او افراطی  هندوانو  په ښکاره ملاتړ  او پلویتوب  په یوې فیصلې کې  د بابری جومات مځکه  هندوانو ته سپارلی او وئیلی ئې دی ،  دوی  د اوترپردیش صوبې په فیض آباد ښار کې ددغه جومات په مځکې کې  رام مندر  جوړولی شی .

 د هندوستان د سترې محکمې دغې فیصلې  د نړۍ د میلیونونو   مسلمانانو جذبات راپارولی  او په دې اړه زیاتې مظاهرې هم شوی دی .