ظریف استنبول ته ورسید
Dec 09, 2019 02:51 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر (د استنبول بهیر- د آسیا زړه) په نامه د خارجه وزیرانو په غونډه کښې د ګډون په موخه د ترکیې استنبول ښار ته لاړ.
(د استنبول بهیر- د آسیا زړه) نومې اتم کانفرنس نن د سیمې د څوارلسو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په شتون سره په استنبول کښې ترسره کیږي.
(د استنبول بهیر- د آسیا زړه) کانفرنس د دې اتمې غونډې موضوع به (صلحه، ملګرتیا او سوکالتیا) وي.
د دې لړۍ وړومبنۍ غونډه په ۲۰۱۱ کال کښې د افغانستان په وړاندې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پراختیا په موخه او د ترکیې٬ افغانستان، آذربایجان جمهوریت ، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرقیزستان، پاکستان، روسیې، عربستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اماراتو په شمول د ۱۴ هیوادونو د خارجه وزیرانو په ګډون سره په استنبول کښې جوړه شوې وه.
ټیګونه