د بریطانیا د پارلیماني انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86542-د_بریطانیا_د_پارلیماني_انتخاباتو_وروستۍ_پایلې_اعلان_شوې
محافظه کارانو د پارلیمان په وارمخککښې انتخاباتو کښې په پریکنده بریالیتوب او د دغه ارګان د زیاتره څوکیو په ګټلو سره د برګزیټ د اجرا لپاره لاره هواره کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2019 13:14 Asia/Kabul
  • د بریطانیا د پارلیماني انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوې

محافظه کارانو د پارلیمان په وارمخککښې انتخاباتو کښې په پریکنده بریالیتوب او د دغه ارګان د زیاتره څوکیو په ګټلو سره د برګزیټ د اجرا لپاره لاره هواره کړه.

د دسمبر په دولسمه له وخته مخکښې د بریطانیا د پارلیماني انتخاباتو د رایو شمیرنه پرون پاې ته ورسیدله او د دغه هیواد د وزیراعظم بوریس جانسن په مشرۍ واکمن محافظه کار ګوند له ۶۵۰ څخه د ۳۶۴ څوکیو په ګټلو سره د دغې سیالي بریالی شو.

د خپرو شویو رسمي شمیرنو له مخې محافظه کار ګوند ۴۵ فیصده او کارګر ګوند ۳۳ فیصده انتخاباتي راې ګټلې دي.

په دغو انتخاباتو کښې د ولسي ګډون اندازه کابو ۶۷ فیصده اعلان شوه.

د محافظه کارانو مشر بوریس جانسن چې ګوند یې د تیرو انتخاباتو په پرتله ۷۶ زیاتې څوکۍ ګټلې دي، ټینګار وکړ چې د انتخاباتو نتیجې د برګزیټ بندون او یو ځل بیا د ټول پوښتنې خطر له منځه وړی دی.

د بریطانیا کارګر ګوند د ۲۰۳ څوکیو په ګټلو سره یوه سخته ماتې وزغمله او د دغه ګوند مشر جرمي کوربین وویل چې نور به په هیڅ کومو انتخابتو کښې د ګوند مشري ونه کړي او له مشرۍ به څنګته شي.