کویت: په ایران دې بندیزونه ختم شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86543-کویت_په_ایران_دې_بندیزونه_ختم_شي
د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د کویت استازي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت دې تر بندیزونو لاندې پاتې نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2019 13:52 Asia/Kabul
  • کویت: په ایران دې بندیزونه ختم شي

د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د کویت استازي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت دې تر بندیزونو لاندې پاتې نه شي.

منصور العتیبي نن الجزیزه چینل ته په مرکه کښې وویل چې کویت نه غواړي د ایران په شان یو مسلمان او زمونږ ګاونډی هیواد دې له بندیزونو سره مخامخ وي.

هغه هم داشان مدعي شو، ځینې داسې مثبتې نښې نښانې شته چې ممکنه ده د ایران او امریکې د دوه اړخیزو خبرواترو لامل شي او دواړه لوري د ایټمي موافقې د اصلاح لپاره ځینو معلومو هوکړو ته سره ورسیږي.

د کویت د استازي دا ادعا پّ داسې حال کښې دي چې ټولو ایراني چارواکو تراوسه له واشنګټن سره هر ډول خبرې اترې رد کړې دي او وړومبی د بندیزونو د ختمیدو او ایټمي موافقې ته د امریکې د بیرته راستنیدو غوښتنه کوي.