د ترکیې خارجه وزارت په انقره کښې د امریکې سفیر وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86547-د_ترکیې_خارجه_وزارت_په_انقره_کښې_د_امریکې_سفیر_وروباله
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمیت د ارمنیانو د (نسل وژنې) د پیژندنې په لړ کښې د امریکې په سینیټ کښې د یو پریکړه لیک په تصویبیدو باندې په اعتراض کښې په انقره کښې د امریکې سفیر احضار کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2019 02:15 Asia/Kabul
  • د ترکیې خارجه وزارت په انقره کښې د امریکې سفیر وروباله

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمیت د ارمنیانو د (نسل وژنې) د پیژندنې په لړ کښې د امریکې په سینیټ کښې د یو پریکړه لیک په تصویبیدو باندې په اعتراض کښې په انقره کښې د امریکې سفیر احضار کړ.

د ترکیې خارجه وزارت پرون د امریکې د سینیټ د دغه کار په هکله خپل رسمي اعتراض په انقره کښې د دغه هیواد سفیر ډیویډ ایم ساټرفیلډ ته اعلان کړ.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین هم د عثماني له خوا د ارمنیانو د نسل وژنې په رسمیت باندې پیژندلو کښې د امریکې په سینیټ کښې د یو پریکړه لیک د تصویبیدو په غندلو سره وویل چې دا عبث کار به په هیڅ کومه سیاسي، پوځي او اقتصادي برخه کښې د ترکیې په حقو او پریکنده دریځونو باندې هیڅ اغیزه ونه کړي.

د ترک ولسمشر ویاند د امریکې د سینیټ دا اقدام د وړو سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره له تاریخ څخه ناسمه پوهه وبلله.

د ویلو ده چې د امریکې سینیټ وړمه ورځ، په ۱۹۱۵ کال کښې په عثماني پړاؤ کښې د ارمنیانو نسل وژنه په رسمیت وپیژندله.

خو ترکیه په ۱۹۱۵ میلادي کال کښې د ارمنیانو د وژلې، زنداني کونې او په زور د جلا وطنۍ په هکله چې د ارمنیانو په وینا یې یو نیم میلیون (پنځلس لاکه) کسان وژلې دي، د نسل وژنې خبره دروغ بولي.