په ایران باندې بندیزونه یو ډول نړیواله ډیکټاتوري ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86593-په_ایران_باندې_بندیزونه_یو_ډول_نړیواله_ډیکټاتوري_ده
د ملایشیا وزیراعظم د ایران خلاف د امریکې له یواړخیزو بندیزونو سره د مخالفت په ترڅ کښې دغه بندیزونه یو ډول نړیواله ډیکټاټوري وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2019 04:09 Asia/Kabul
  • په ایران باندې بندیزونه یو ډول نړیواله ډیکټاتوري ده

د ملایشیا وزیراعظم د ایران خلاف د امریکې له یواړخیزو بندیزونو سره د مخالفت په ترڅ کښې دغه بندیزونه یو ډول نړیواله ډیکټاټوري وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې ماهاتیر محمد چې قطر ته په سفر تلی دی، پرون یې الجزیره چینل ته په مرکه کښې د ایران خلاف د امریکې بندیزونو او د نړیوال بازار اړتیاؤ ته په اشارې سره وویل: د بندیزونو په لګیدو سره به یوازې یو هیواد ونه کړیږي بلکې د هغه ټول تجارتي انډیوالان به هم له اقتصادي نظره وکړیږي او تاواني کیږي.

هغه زیاته کړه چې ملایشیا د خاصو آیډیالوجیو منلو ته د هیوادونو د مجبورولو لپاره د بندیزونو په لګیدو هیڅ باور نه لري..

ماها تیر محمد څرګنده کړه: کله چې د څواړخیزپالنې خبره کیږي، امریکا نړۍ غلط لوري ته ټیل وهي.