ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86647-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران، کابل او ځینو نورو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2019 11:28 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران، کابل او ځینو نورو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې

د ابرار په شمول له تهرانه چاپيدونکو زیاتره ورځپاڼو نن خپل وړومبی خبر د پاکستان د پخواني ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشرف لپاره د دغه هیواد د محکمې له خوا د پانسۍ د حکم د صادریدو مضوع راخیستې ده.

خبر زیاتوي چې د پاکستان سترې محکمې د خیانت د دوسیې په ارتباط د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د اعدام حکم ورکړ .

د پاکستان د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د اعدام حکم د هغه د محاکمې د ځانګړی محکمې دریو (۳) قاضیانو شاهد کریم ، نذر اکبر او وقار احمد سیټهی صادر کړ.

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان دکورنیو چارو وزارت د پرویز مشرف په جسمی ډول تر ښه کیدا پورې د هغه د دوسیې د تعقیبولو د کار د بندولو غوښتنه کړی وه .

د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف حاضردمه د درملنې په موخه په دوبۍ کښې په یوه (۱) روغتون کښې دی .

د پاکستان سترې محکمې وویل پرویز مشرف د ۲۰۰۷میلادی کال د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه د هیواد اساسي قانون وځنډوه او د قوانینو خلاف ورزي یې وکړه او اوس هغه د مجرم په پیژندل کیدا سربیره د مرګ په سزا محکومیږی .

*/*/*/*/*/*

د امریکې بندیزونه به ناپایداره وي.

دا هغه خبره ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني جاپان او ملایشیا ته د خپل سفر له پیلولو مخکښې د تهران په هوايي ډګر کښې خبریالانو ته وکړه او د تهران ننیو ورځپاڼو په بیلابیلو عنوانونو او انځورونو سره راخیستې ده.

په دې خبر کښې راغلې دي چې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د 2019 کال د کوالالمپور نړيوالې غونډې کښې د شرکت لپاره د ملېشيا پائتخت کوالالمپور ته لاړ.

د اسلامي نړۍ د ډېرو مهمو مشکلاتو لپاره د نويو او کارآمدو حل لارو د موندلو، په نړۍ کښې د مسلمانانو او مسلمانو ملتونو د چارو له ښۀ کولو سره مرسته د دغې غونډې ځينې مقصدونه دي.

په ملېشيا کښې له مېشته ايرانيانو سره کتنه هم دغه هېواد ته په سفر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په پروګرام کښې شامله ده.

*/*/*

کابل چاپ:

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره خپلې سرلیکنې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو او له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د ناڅاپي وتو پر اغېز لیکلې دي.

    هشت صبح

هشت صبح نادولتي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره لیکلي"ایا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نظر یووالي ته رسېږي؟"

ورځپاڼه لیکي، معلومه نه‌ده چې په اووه ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنه او څېړنه به د ټاکنو بحران پای ته ورسوي او که د سرمقاله لیکونکي په خبره له دې به هم پېچلې مرحلې ته ولاړ شي.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې او ځیني کمېشنرانو وړاندې ویلي چې د رأیو تر بیا شمېرنې وروسته به، لومړنۍ پایلې اعلان کړي او که داسې وشي، د ۳۰۰ زره رأیو د برخلیک په اړه پرېکړه به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر غاړې شي.

د ورځپاڼې له قوله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون لویه ستونزه د کمېشنرانو ترمنځ د نظر د یووالي نشتوالی دی، خو ښکاري چې مشره‌یې غواړي کمېسیون له دې جنجال خلاص او په دې اړه پرېکړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته پرېږدي.

    ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم د ټاکنو په اړه بحث کړی او لیکي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې نه‌یوازې دا چې افغانان اندېښمن کړي، بلکې نړیواله ټولنه‌یې هم د دې هېواد د وضعیت په اړه اندېښمنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د امنیت شورا په غونډه کې له نوماندانو غوښتي چې پایله ومني او اجازه ورکړي چې نوی حکومت جوړ او د سولې لپاره هڅې چټکې کړي.

د ورځپاڼې له قوله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ملګرو ملتونو نظر واوري او د دې بهیر د لا چټکتیا لپاره لاس په کار شي.

ورځپاڼه زیاتوي، کمېسیون باید اوسني وضعیت ته پام وکړي او د کار پایلې یې باید داسې نتیجه راوباسي چې دا بهیر لا نور اوږد نه‌کړي.

    سرخط

سرخط ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې لیکلي، د ټاکنو لانجې ختمېږي.

ورځپاڼه لیکي، د ټاکنو د قانون او طرزالعملونو او لایحو له مخې، کمېسیون د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنې او د هغې د پایلو له جمع‌بندۍ وروسته، د ټاکنو د پایلو پر اعلان مکلف کړی دی او باید دا کار وکړي.

د ورځپاڼې له قوله، که ټاکنیز ټیمونه اعتراض لري، باید د قانون او اصولو له مخې یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لارې وڅېړي او له دې نور زیات د لومړنیو پایلو د اعلان پر وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي.

    هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه له افغانستان د امریکايي عسکرو وتو ته ځانګړې کړې او لیکي، د امریکايي ځواکونو کمول، پر جګړه اغېز نه‌شي کولای.

ورځپاڼې د امریکايي سناتور لېندسي ګراهام څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، د افغانستان په ګاونډ کې ترهګرې ډلې پیاوړې شوي او په داسې یو حالت کې په ناڅاپي ډول د ټولو امریکايي عسکرو وتل، ښې پایلې نه‌لري.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا په ستراتېژیکه او امنیتي برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ سندونه لري او د نږدې ۴۰۰۰ عسکرو کمول، افغانستان د نا امنۍ کندې ته نه‌شي ټېل وهلی، بلکې افغان ځواکونه د هغوی ځای ډکولای شي، هغه ډول چې د نږدې سل زره بهرنیو عسکرو له وتو وروسته‌یې دا تشه ډکه او د ټول امنیت مسؤلیت‌یې ومانه.

*/*/*/*/*

بهرنی ورځپاڼې

    وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال افغانستان ته د جمهوري غوښتونکو د سناتور لېندسي ګراهام د سفر او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمېدو مسئله څېړلې ده.

ورځپاڼه د سناتور ګراهام په وینا لیکي، که چېرته ولسمشر ډونالد ټرمپ په راتلونکو څو اوونیو کې پرېکړه وکړي چې د امریکایي سرتېرو شمېر په افغانستان کې کم کړي، نو دی به د دې پرېکړې ملاتړ وکړي.

د ورځپاڼې په باور، ګراهام پر دې سخت انتقاد کاوه چې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې جوړجاړی وشي.

په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر د کمېدو په اړه بېلابېل نظریات شته.

په بریتانیا کې د پوهنتون استاد او د نړیوالو امنیتي چارو کتونکي عارف سحر ته وویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر کمېدل دا ګومان پیاوړی کوي چې امریکا غواړي افغانستان په داسې یوه وضعیت کې پرېږدي چې هلته د شخړو مخه نه‌وي نیول شوې او ترهګر او مذهبي افراطیان فعال وي.

خو د افغانستان د چارو څېړونکی، خبریال سمیع یوسفزی بیا په دې اند دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به ډېر محسوس نه‌وي.

یوسفزي وویل، سربېره پر دې چې افغان ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي دي، خو طالبان نه‌دي توانېدلي چې حتی یو ولایت هم ونیسي.

ولسمشرۍ ماڼۍ له افغانستانه د احتمالي شااوخوا څلور زره امریکایي سرتېرو د وتلو په باره کې محتاطانه عکس‌العمل ښکاره کړی دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې لاهم لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله ګواښونه د ترورېستانو له لوري افغانستان او امریکا ته متوجې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/