د ښاریزتوب د قانون اصلاح د مسلمانانو خلاف نه ده
په هندوستان کښې د ښاریزتوب په قانون کښې په بدلون باندې د دغه هیواد د مسلمانانو له پراخو اعتراضونو وروسته د هند دفاع وزیر مدعي شو چې د دغه قانون اصلاح د مسلمانانو خلاف نه ده.
فاینینشل ټایمز خپرندوې پرون ولیکل چې د هندوستان دفاع وزیر راجنات سنګ په یوه وینا کښې هر هندوستاني مسلمان خپل ورور وباله او ویې ویل: د ښاریزتوب د قانون د اصلاح موخه د هندوستان د تابعیت راژوندي کول دي.
هغه مدعي شو چې په دغه قانون کښې د مسلمانانو د نه شاملیدو وجه دا ده چې پاکستان، افغانستان او بنګله دیش اسلامي هیوادونه دي چې ولسونه یې مسلمان دي او په دغو هیوادونو کښې مسلمانان د خپل دین په وجه له ځورونې او ځپنې سره نه مخامخ نه دي.
د هند دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کښې وکړې چې د دغه هیواد سترې محکمې پرون د هغه شکایت د اوریدو غونډه د جنورۍ دوویشتمې نیټې ته وځنډوله چې د هیواد له اساسي قانون سره یې د ښاریزتوب د تازه قانون سمون چیلنج کړی دی.