ایران او قطر خپل مینځنۍ اړیکې نوره هم پراخوی
د ملایشیا په کوالالامپور کې د اسلامی هیوادونو سرمشریزه نن سهار د ملایشیا ،اسلامی ایران ، ترکیې او قطر د مشرانو او همداراز د اسلامی هیوادونو د سلګونو شخصیتونو او کارپیژاندو په شتون سره پیل شوی او تر سبا پورې به دوام وکړی .
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په کوالالامپور کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره په کتنې کې په وروستیو کلونو کې د تهران او دوحې د اړیکو پراختیا ته په اشارې سره ټینګار کړی ،اسلامی ایران دقطر ترڅنګ ولاړ دی او ددغه هیواد په ضد رامینځةکوی هرډول دباؤنه او تنګڅې په کلکه محکوم کوی .
ډاکټر روحانی په دې خبرې کولو سره چې ایران اوقطر باید دتجارتی او اقتصادی اړیکو دپراختیا لپاره د نزدیوالی له فرصته استفاده وکړی ، زیاته کړې ، تهران و دوحه په موجوده اقتصادی شرائطو کې دیوه بل ډیرې اړتیاوې پوره کولی او د ګډې پانګونې په زمینې کې ملګرتیا کولی شی .
د قطر امیر هم داسلامی ایران له ولسمشر سره په کتنې د خوښۍ په ښودلو سره وئیلی دی د دواړو هیوادونو اړیکې دسمې اوسنیو شرائطو ته په پام سره باید لاپراخې شی .
شیخ تمیم بن حمد آل ثانی د قطر دبندیز په وړاندې د ایران د دریځونو په قدرونې سره وئیلی، دوحه به دتهران دریځونه او مرستې هیڅکله هم هیرې نه کړی .
همداراز داسلامی ایران او ترکیې ولسمشرانو هم په جلا کتنې کې داسلامی هیوادونو دلازیات پیوستون او ملګرتیا په ضرورت په ټينګار سره وئيلي دي باید په سیمه ایزو ملګرتیاؤ او هلو ځلو سره له سیمې د پرَدیو د پنجو د ښخولو موقع له مینځه یوسوو .
د ملایشیا په کوالالامپور کې د اسلامی هیوادونو سرمشریزه نن سهار د ملایشیا ،اسلامی ایران ، ترکیې او قطر د مشرانو او همداراز د اسلامی هیوادونو د سلګونو شخصیتونو او کارپیژاندو په شتون سره پیل شوی او تر سبا پورې به دوام وکړی .