د کشمیر جامع مسجد پس له پنځو میاشتو دوباره پرانستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86686-د_کشمیر_جامع_مسجد_پس_له_پنځو_میاشتو_دوباره_پرانستل_شو
بلآخره د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د ځانګړو اختیاراتو له ختمیدو د پنځو میاشتو له تیریدو وروسته د سرینګر جامع مسجد بیرته خلاص شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2019 02:25 Asia/Kabul
  • د کشمیر جامع مسجد پس له پنځو میاشتو دوباره پرانستل شو

بلآخره د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د ځانګړو اختیاراتو له ختمیدو د پنځو میاشتو له تیریدو وروسته د سرینګر جامع مسجد بیرته خلاص شو.

د ایرنا د خبر له مخې د سرینګر د جامع مسجد په پرانستل کیدو سره په دغه تاریجي جومات کښې د جَمعې لمونځ وشه او موذنانو د ماسپښین د بانګ په ویلو سره خلک دغه جومات ته وروبلل.

له دې مخکښې د سرینګر د جامع جومات متولیانو ویلې وو، تر څو چې امنیتي ځواکونه د جومات خواوشا سیمې خالي نه کړي تر هغې به دغه جومات بند وي.