په سوات کښې د انګیټۍ ګیزر جوړ شوی
Dec 22, 2019 13:43 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په سوات سیمه کښې په «هزاره» نومې کلی کښې یوه (۱) انجنیر ګل بادشاه داسې د انګیټۍ ګیزر جوړ کړی دی چې په کمو لرګیو سره په یووخت ډوډۍ هم پخوی او اوبه هم ګرموی .
د پاکستان دسوات سیمې دغه انجنیر له یوه (۱) کال زیار وورسته دغه په زړه پورې انګیټۍ ګیزر جوړ کړی دی او زیاتوی چې د دغه انګیټۍ ضمانت شل (۲۰) کاله دی .
د سوات سیمې دغه انجنیر وایی په عامې انګیټۍ باندې یوازې ډوډۍ پخول کیږی خو زما په جوړې شوی انګیټۍ سره ګیزر هم کار کوی .
سړې اوبه د انګیټۍ ګیرچاپیر د وسپنې له چادر څخه په تیریدا سره ګرمیږی .
د سوات انجنیر ګل بادشاه په دغه خلاقت سره نه یوازې انرژۍ بچت کیږی بلکې خلکو ته په یووخت د انګیټۍ او د ګیزر یعنی د اوبو د ګرمیدا اسانتیا هم په لاس ورځی .
ټیګونه