دهندی ښاریزو نوی قانون توکمپال او کرکیجن دی
د مسلمانانو د عالمانو نړیوالې ټولنې په هندوستان کې د مسلمانو اعتراض کونکو وژله چې په سوله ایز ډول دخپلو روا حقوقو غوښتونکی وو ،محکومه کړې او له غیر مسلمانو ئې هم غوښتی دی ، په اوسنیو شرائطو کې دې د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودریږی .
آناتولی خبری آژانس راپورورکړ ، د شیخ یوسف قرزاوی په مشرۍ د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی ،دهندی حکومت له خوا د مسلمانانو په ضد تابعیّت د ورکولو نوی قانون د مسلمانانو په ضد د کرکې او نفرت د زیاتولو زمینه جوړونکی کیږی .
د مسلمانانو د عالمانو نړیوالې ټولنې په هندوستان کې د مسلمانو اعتراض کونکو وژله چې په سوله ایز ډول دخپلو روا حقوقو غوښتونکی وو ،محکومه کړې او له غیر مسلمانو ئې هم غوښتی دی ، په اوسنیو شرائطو کې دې د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودریږی .
ملګروملتو او نورو یو شمیر نړیوالو اورګانونو او موسسو هم دهندوستان دغه اقدام توکمیز او د ښاریزو د برابرو حقوقو دچخڼی کولو لامل بللیاو ددغه قانون دلغوه کولو لپاره ئې د هندی حکومت په وړاندې د سملاسی اقدام غوښتنه کړې ده .
هندوستان له تیرو دوو اونیو راهسېد مسلمانانو په ضد د تابعیّت د ورکولو د مسودې په تصویبیدا په اعتراض د هند د لکونوخلکو د مظاهرو او له امنیتی مامورانو سره د هغوی د ښکیلیدا ډګر دی . په دغو مظاهرو او اخ وډب کې کابو دیرش مظاهره چیان وژل شوی او په سلګونو نور نیول شوی هم دی .