دهندی ښاریزو نوی قانون توکمپال او کرکیجن دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86746-دهندی_ښاریزو_نوی_قانون_توکمپال_او_کرکیجن_دی
د مسلمانانو د عالمانو نړیوالې ټولنې په هندوستان کې د مسلمانو اعتراض کونکو وژله چې په سوله ایز ډول دخپلو روا حقوقو غوښتونکی وو ،محکومه کړې او له غیر مسلمانو ئې هم غوښتی دی ، په اوسنیو شرائطو کې دې د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودریږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 23, 2019 01:51 Asia/Kabul
  • دهندی ښاریزو نوی قانون توکمپال  او کرکیجن دی

د مسلمانانو د عالمانو نړیوالې ټولنې په هندوستان کې د مسلمانو اعتراض کونکو وژله چې په سوله ایز ډول دخپلو روا حقوقو غوښتونکی وو ،محکومه کړې او له غیر مسلمانو ئې هم غوښتی دی ، په اوسنیو شرائطو کې دې د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودریږی .

آناتولی خبری آژانس راپورورکړ ،  د شیخ یوسف قرزاوی په مشرۍ  د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې پرون ناوخته   دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ټینګار کړی ،دهندی حکومت له خوا  د مسلمانانو په ضد   تابعیّت  د ورکولو نوی قانون  د مسلمانانو په ضد د کرکې او نفرت  د زیاتولو  زمینه جوړونکی  کیږی .  

د مسلمانانو د عالمانو  نړیوالې ټولنې  په هندوستان کې د مسلمانو اعتراض کونکو وژله  چې  په سوله ایز ډول  دخپلو روا حقوقو غوښتونکی وو ،محکومه کړې  او له غیر مسلمانو ئې هم غوښتی دی ، په اوسنیو شرائطو کې دې د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ  ودریږی .

 ملګروملتو او نورو یو شمیر نړیوالو اورګانونو او موسسو هم دهندوستان دغه اقدام توکمیز او د ښاریزو د برابرو حقوقو دچخڼی کولو لامل بللیاو ددغه قانون دلغوه کولو لپاره ئې د هندی حکومت په وړاندې  د سملاسی اقدام غوښتنه کړې ده .

هندوستان  له تیرو دوو اونیو راهسېد مسلمانانو په ضد د تابعیّت د ورکولو د مسودې په تصویبیدا په اعتراض د هند د لکونوخلکو د مظاهرو او له امنیتی  مامورانو سره د هغوی د ښکیلیدا ډګر دی . په دغو مظاهرو او اخ وډب کې  کابو دیرش مظاهره چیان  وژل شوی او په سلګونو نور نیول  شوی هم دی .