ورځپاڼو ته کتنه ۲-۱۰-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86753-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲_۱۰_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2019 09:50 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲-۱۰-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه رااخلو چې وې ليکل:

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا پخپل  ټوئيټر پاڼه  کښې د هیوادونو په بائیکاټولو کښې د امریکې له ناسمې کارکردګۍ سره د  مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې  د یوموټي کیدو غوښتنه کړې ده.

جواد ظریف  په دغه پیغام کښې  په بندیزونو د امریکې عادت کېدو ته په اشارې سره  د امریکې له بندیزونو سره مقابله کلکه اراده او ډله ایز اقدام ته اړینه  وبلله .

--------

د تهران اطلاعات ورځپاڼې د ایران او هند د اقتصادی ګډ کمیشن غونډه په تهران کی د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په شتون سره ترسره شوه .

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د هند خارجه وزیر سابرامانیم جې شنکر په دغه غونډه کښی د دوه اړخیزو تعلقاتو ،  سیمه ايزو او نړیوالو مسلو په اړه  سلا مشورې وکړې .

ورځپاڼې همدارنګ د افغان رسنيو له قوله وليکل: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړنیو پایلو کې مخکښ اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسیون په یوه خبري غونډه کې ددې کمېسیون مشرې  میرمن حوا علم نورستانۍ وویل، په لومړنیو پایلو کې ښاغلي  اشرف غني ۵۰،۶۴ فیصده  رایې ګټلي دي.

د افغانستان دټاکنو کمېسیون د نوموړي د رایو شمېر (۹۲۳۸۶۸) اعلان کړ.

د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله بیا اوه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلي دي. خو کمېسیون د ښاغلي عبدالله د رایو د سلنې په اړه څه ونه ویل.

د عبد ا... عبد ا... په شمول ځینو انتخاباتی کاندیدانو ټینګار کړې دې د ولسمشرۍ هغه نتیجې چی پکې درغلی شوي وي نه مني .

---------

يوې بلې ورځپاڼې شرق بيا وليکل: د مسلمانانو د عالمانو نړیوالې ټولنې په هندوستان کې د مسلمانو اعتراض کونکو وژله چې په سوله ایز ډول دخپلو روا حقوقو غوښتونکی وو ،محکومه کړې او له غیر مسلمانو ئې هم غوښتی دی ، په اوسنیو شرائطو کې دې د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودریږی .

خبر زياتوي: د شیخ یوسف قرزاوی په مشرۍ  د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې پرون ناوخته   دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ټینګار کړی ،دهندی حکومت له خوا  د مسلمانانو په ضد   تابعیّت  د ورکولو نوی قانون  د مسلمانانو په ضد د کرکې او نفرت  د زیاتولو  زمینه جوړونکی  کیږی . 

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د سورئې توغندوی سسټم د صهونیسټانوتوغندوی حمله شنډه کړه. ورځپاڼې د سوريې د رسنيو له قوله وليکل: د دغه هیواد  دپوځ  د هوافضا دفاعی توغندوی  نظام  په دمشق باندې د صهیونیسټی رژیم  دتوغندوی حملې مخه نیولې او  د وحشی رژیم  درست   توغندی ئې   په  فضا کښې  د هغو په مخه نیولو سره  شنډ کړي دي.

--------

دا هم له پاکستاني ورځپاڼو څخه  جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو دغه ورځپاڼه ليکي: د پاکستان د کابينې د ذيلي کمېټۍ په غونډه کښې له اي سي اېل نه د مريم نواز د نوم د اېستلو سپارښتنه اوشوه خو په فېصله کښې وويل شول چې هغه په مشروط ضمانت باندې آزاده شوې ده او نوم يې له اي سي ايل نه وېستل کيږي او حتمي فېصله به يې د کابينې په راتلونکې غونډه کښې اوشي.

ورځپاڼې په يو خبر کښې  د پاکستان د خارجه وزير له قوله وليکل: هند له موجوده صورتحال نه توجه اړولولپاره فالز فليګ آپريشن کولې شې:

شاه محمودقريشي وئيلې چې هندکښې د متنازعه قانون خلاف سخت احتجاجونه روان دې او هند له موجوده صورتحال نه د توجه اړولولپاره هند فالز فليګ آپريشن کولې شې،دوه ورځي وړاندي هم وزير خارجه هند مخاطب کړے  چې که داسې وکړي نو سخت جواب به ور کولې شي.

د ورځپاڼې له مخې د پاکستان د وزير اعظم خاصې مرستيالې مېرمن فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې هند کښي د متنازعه بل به وجې افراتفري جوړه شوې،  هند د عالمي ميډيا توجه اړولو لپاره کنټرول لائن باندې تحريکونکې کاروايانې شروع کړي.

----------

او دا هم د کابل ورځپاڼې، د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډيره د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان او راتلونکو کړکیچونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

وېسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل ، له نږدې درې میاشتو وروسته؛غني په كمزوري اكثريت د لومړي پړاو مخكښ اعلان شو

وېسا ورځپاڼې له دې خبر نه وروسته  «د ولسمشرۍ لومړنۍ پایلې؛ راتلونکي احتمالات» ترعنوان لاندې سرمقاله کښې ليکلي دي: له اټکل سره سم د ولسمشرۍ د لانجمنې او له درغلیو ډکې پروسې لومړنۍ پایلې داسې مهال اعلان شوې چې له دولت جوړوونکي ټیم پرته نور ټیمونه لا هم معترض وو او یو لړ شکایتونه یې درلودل.

پایلې هم له اټکل سره سمې وې اشرف غني د لومړنیو پایلو مخکښ نوماند دی، ډاکتر عبدالله، رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو نوماندانو دغه پایلې جعلي او تقلبي ارقام وبلل چې ګواکي هېڅ اعتبار نه لري. د امریکا سفیر پر دې پایلو محتاط غبرګون ښودلی، خو یو ټکی یې بیا هم روښانه دی چې وروستیو پایلو ته لا ډېر ګامونه پاتې دي! مقاله ليکونکې مخکښې ليکي: قوي احتمال دا دی چې د شکایاتو کمیسیون د لومړنیو پایلو په باب شکایات جدي وڅېړي، د اشرف غني مخکښۍ کچه ډېره ټیټه ده متنازع رایې لکونو ته رسېږي، په قوي احتمال به د شکایاتو کمیسیون دومره رایې باطلې کړي چې یو لوری به هم ګټونکی نه وي او انتخابات به دوهم پړاو ته لاړ شي.

مقاله زياتوي دويم احتمال دا هم دی چې غني پر همدې لومړني پړاو کې بریالی اعلان شي چې بیا په هر صورت سوله د څو کلونو لپاره شاته لوېږي، ځکه د غني له بریا سره له طالبانو سره د امریکا د توافق په صورت کې یو بل خنډ د افغان حکومت په بڼه جوړېږي چې د سولې پروسه ورسره په مناسب وخت پر مخ وړل ناشوني دي. له طالبانو سره د سولې خبرې د امریکا د راتلونکي کال له ولسمشریزو انتخاباتو سره زیات تړاو لري. ټرمپ غواړي د کمپاین تر مهاله له افغانستان نه داسې یو څه په لاس کې ولري چې خپل ولس رایې ته ور مات کړي. ځکه خو که لومړی صورت وي چې احتمال یې زیات دی یو څه د خیر اړخ لري. خو دوهم صورت یې د بدمرغیو د حتمي دوام په معنا دی.

دنیا ورځپاڼې لیکلي له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د یکشنبې په ورځ اعلان شوې.

وړاندې راغلي، له دې سره مل د ولسمشرۍ د ټاکنو یو شمېر نوماندانو د ټاکنو یاده پایله نه ده منلې او دا یې پر ولسواکۍ او ډیموکراسۍ کلک ګذار بللی دی.

د سر مقاله لیکوونکي په باور بهتره به وای چې د ټاکنو کمېسیون او کورنیو ـ بهرنیو څارونکو بنسټونو د ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکې د بحران د مخنیوي په هدف رغنده رول لوبولی وای او په دغه بهېر کې شته ټول شکونه یې یو یو څېړلی وای او د معترضینو هر سوال ته یې منطقي او قانع کوونکی ځواب پیدا کړی وای.

ملي ارمان ورځپاڼې هم د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو په اړه لېکنه کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان خلک نور د انتخاباتو په پروسه بې باوره شوي او فکر کوي چې د دوی رایې اغیزمنې نه دي او نه حسابیږي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور که چیرې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شکایتونو ته په سمه توګه رسېدنه ونه کړي هېواد به بحران طرف ته ولاړ شي او تروریستان به له دې وضیعت څخه ناوړه ګټه واخلي.

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دریو میاشتو ځنډ وروسته پرون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې دغه اعلان یو شمېر غبرګونونه هم لرل خو ملګرو ملتونو او امریکا پر کاندیدانو غږ کړی،چې د دغه بهیر د وروسته پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي او د ټاکنو پایلې ومني.

وړاندې راغلي، د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان سره ملت د ارامۍ او هوساینۍ احساس وکړ ځکه ملت له سختو ننګونو سره مخ و او په په ساړه ژمي کې یې نور د دې هېڅ زغم نه لره چې له ستونزو سره مقابله وکړي.

---------