چاق کسان د ځمکې لپاره خطر جوړیږی
زمونږ خبریال وایی هغه کسان چې له چاقۍ سره مخ دی له ځان سره سره هغو کسانو ته هم تاوان رسوی چې ډنګره ، چست او ښه جسم لری .
په یوه(۱) تحقیق کښې دغه خبره ثابته شوی ده چې په ټوله نړۍ کښې د متوسط وزن لرونکو کسانو په پرتله چاق کسان هرکال اوه سوه (۷۰۰) میلیونه ټنه کاربن ډایی اکسائیډ ګازونه تولیدوی .
د چاقۍ په ارتباط د تحقیق ترسره کولو ادارې دی اوبیسټی سوسائټی(The Obesity Society) محققانو په خپلې څیړنې کښې وویل دغه چاق کسان په ټوله دنیا کښې د یو اعشاریه شپږ فیصده ګلتونی ګازونو(greenhouse gas ) د تولیدولو سبب کیږی .
محققان وایی په دوې کښې بیلابیل عوامل شامل دی چې د چاقو کسانو د میټابولیزم (Metabolism)د زیاتیدا په وجه د اضافی ډوډۍ خوړل او له یوه ځاې څخه بل ځاې ته د چاقو(د زیات وزن لرونکو ) کسانو د وړلو لپاره په ګاډو کښې د زیاتو پیټرولو استعمالیدل دی .
دی اوبیسیټی سوسایټی محققانو وویل چې د متوسط وزن لرونکو کسانو په پرتله چاق کسان شل (۲۰) فیصده زیات د ګلتونی ګازونو د تولیدولو سبب کیږی .
ددغه تحقیق ترسره کونکی «فیډون میک کوس» وویل د انسان د جسم په متوسطه سایز کښې د زیاتوالی له کبله په دنیا کښې د انسان د سا اخیستلو په وجه د کاربن ډایی اکسایئد ګاز د کمولو لپاره هڅې اغیزمنې کیدلای شی .
هغه وویل دغه تحقیق د هغو خلکو لپاره زیات اهمیت لری چې له چاقۍ څخه د ځان د ژغورلو هڅه کوی .