د خاشقجي د وژلې د دوسیې احکام خندونکې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86771-د_خاشقجي_د_وژلې_د_دوسیې_احکام_خندونکې_دي
د سعودي خبریال د قتل په دوسیه کښې د ملګرو ملتو رپورټرې په دغې دوسیې کښې د عربستان د قضايي ادارې له خوا نوې صادر شوي احکام یوه خندونکې ډرامه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2019 02:29 Asia/Kabul
  • د خاشقجي د وژلې د دوسیې احکام خندونکې دي

د سعودي خبریال د قتل په دوسیه کښې د ملګرو ملتو رپورټرې په دغې دوسیې کښې د عربستان د قضايي ادارې له خوا نوې صادر شوي احکام یوه خندونکې ډرامه وبلله.

د ایرنا خبري آژانس په لیکنه، اګنس کالامارد پرون په خپل یو ټویټ کښې ولیکل: په عربستان کښې د جمال خاشقجي د قتل په دوسیې د غور د محکمې له خوا صادر شوي حکمونه ډیر خندونکې دي.

هغې زیاته کړه چې د خاشقجي قاتلانو ته د مرګ سزا واوروله شوه خو آمران یې دغه شان پرېښودی شوي دي او په دغې دوسیې باندې د غور په بهیر کښې هیچا په هغوي کار نه درلود.

د ملګرو ملتو رپورټرې دا وضعه د قضايي عدالت د اصل خلاف وبلله.