د هند واکمن بی جی پی ګوند ماتی وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86781-د_هند_واکمن_بی_جی_پی_ګوند_ماتی_وخوړله
تسنیم خبری اژانس وایی د نوی ډیلی له توپیر د ډکو سیاستونو پرضد د اعتراضونو له زیاتیدا وروسته واکمن بی جی پی (Bharatiya Janata Party ) ګوند د جهارکنډ(Jharkhand) صوبې په انتخاباتو کښې ماتی وخوړله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2019 10:34 Asia/Kabul
  • د هند واکمن بی جی پی ګوند ماتی وخوړله

تسنیم خبری اژانس وایی د نوی ډیلی له توپیر د ډکو سیاستونو پرضد د اعتراضونو له زیاتیدا وروسته واکمن بی جی پی (Bharatiya Janata Party ) ګوند د جهارکنډ(Jharkhand) صوبې په انتخاباتو کښې ماتی وخوړله .

د هندوستان د جهارکنډ انتخابات چې د واکمن بی جی پی ګوند پرضد د پراخو اعتراضونو له پیلیدا وروسته د خلکو د  ګډون لومړنی ډګر وو د صوبې پارلمان ته د څلورو (۴) مسلمانو استازیو د لارې د موندلو سبب شول .

د هندوستان رسنیو اعتراف کړی د لومړی وزیر ناریندرا مودی په مشرۍ واکمن بی جی پی ګوند د جهارکنډ صوبې په انتخاباتو کښې ماتی خوړلی ده او د نوی ډیلی د اسلام ضد سیاستونه د دغه ګوند د محبوبیت د کمیدا سبب شوی دی .

د هندوستان څلورو(۴) مسلمانو په داسې حال کښې د جهارکنډ صوبې پارلمان ته لاره موندلی ده چې په دغه صوبې کښې د مسلمانانو نفوس کابو پینځلس (۱۵) فیصده دی .

د هندوستان د جهارکنډ صوبې په یواتیا (۸۱)کسیز پارلمان کښې واکمن ګوند یوازې پینځویشت(۲۵) څوکۍ په لاس کښې لری او پاتې نورې څوکې د کانګرس او د حکومت دنورو مخالفو ګوندونو په لاس کښې دی .

په تیرو څو ورځو کښې د نوی ډیلی په شمول دهندوستان مختلفې سیمې د تابعیت د ورکولو د لایحې په تصویبیدا اعتراض کښې د لسګونو زره خلکو د اعتراضونو او له پولیسو سره دهغوې د اخ وډب کتونکی وې چې له کبله یې تراوسه کابو دیرش (۳۰) اعتراض کونکی  وژل شوی او  په سلګونو نور  نیول شوی هم دی .