د هند واکمن بی جی پی ګوند ماتی وخوړله
تسنیم خبری اژانس وایی د نوی ډیلی له توپیر د ډکو سیاستونو پرضد د اعتراضونو له زیاتیدا وروسته واکمن بی جی پی (Bharatiya Janata Party ) ګوند د جهارکنډ(Jharkhand) صوبې په انتخاباتو کښې ماتی وخوړله .
د هندوستان د جهارکنډ انتخابات چې د واکمن بی جی پی ګوند پرضد د پراخو اعتراضونو له پیلیدا وروسته د خلکو د ګډون لومړنی ډګر وو د صوبې پارلمان ته د څلورو (۴) مسلمانو استازیو د لارې د موندلو سبب شول .
د هندوستان رسنیو اعتراف کړی د لومړی وزیر ناریندرا مودی په مشرۍ واکمن بی جی پی ګوند د جهارکنډ صوبې په انتخاباتو کښې ماتی خوړلی ده او د نوی ډیلی د اسلام ضد سیاستونه د دغه ګوند د محبوبیت د کمیدا سبب شوی دی .
د هندوستان څلورو(۴) مسلمانو په داسې حال کښې د جهارکنډ صوبې پارلمان ته لاره موندلی ده چې په دغه صوبې کښې د مسلمانانو نفوس کابو پینځلس (۱۵) فیصده دی .
د هندوستان د جهارکنډ صوبې په یواتیا (۸۱)کسیز پارلمان کښې واکمن ګوند یوازې پینځویشت(۲۵) څوکۍ په لاس کښې لری او پاتې نورې څوکې د کانګرس او د حکومت دنورو مخالفو ګوندونو په لاس کښې دی .
په تیرو څو ورځو کښې د نوی ډیلی په شمول دهندوستان مختلفې سیمې د تابعیت د ورکولو د لایحې په تصویبیدا اعتراض کښې د لسګونو زره خلکو د اعتراضونو او له پولیسو سره دهغوې د اخ وډب کتونکی وې چې له کبله یې تراوسه کابو دیرش (۳۰) اعتراض کونکی وژل شوی او په سلګونو نور نیول شوی هم دی .