د حضرت عيسي مسيح (ع) د ميلاد مبارکي وايوو
د حضرت عيسي مسيح (ع) د ميلاد مبارکي وايوو
نن چارشنبه د 2019 ميلادي کال د دسمبر ۲۵ د حضرت عيسي مسيح (ع) د نېمکرغه ميلاد کليزه ده.
حضرت عيسي مسيح (ع) په قرآن مجيد کښې د روح الله او حضرت مريم (س) د زوے په نوم هم ياد شوے دے. حضرت عيسي مسيح (ع) د يهوديانو د آسماني کتاب تورات په تصديق سره زېرے ورکړ چې له ما نه پس به يو رسول راځي چې نوم به يې احمد (يعنې د اسلام قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ) وي.
مسيحيان د دغه ستر الهي پېغمبر حضرت عيسی مسيح (ع) د نېکمرغه ميلاد په مناسبت يو لړ مراسم ادا کوي.
همدارنګ په ټولو هغو هېوادونو کښې چې ميلادي تقويم پکښې په سرکاري توګه رائج دے نوے کال د جنورۍ له وړومبۍ نېټې څخه شروع کيږي.
په همدې مناسبت د ايران د اسلامي جمهوريت لوړ رتبه چارواکو په خپلو بيله بيلو پېغامونو کښې د نړۍ د مختلفو هېوادونو مشرانو او چارواکو او د نړۍ ټولو مسيحيانو ته د عيسي (ع) د ميلاد او د راتلونکي نوي ميلادي کال مبارکي ويلې ده.
مونږ هم به دې موقع په نړۍ کښې د هغه حضرت ټولو مينه والو ته مبارکي وايوو.