په امریکا کښې زیات خلک په ګاډو کښې ویده کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86805-په_امریکا_کښې_زیات_خلک_په_ګاډو_کښې_ویده_کیږی
زمونږ خبریال وایی امریکا چې په نورو هیوادونو کښې د لاسوهنو او د ترهګرو ډلو د جوړولو او ورسره د مالی مرستو لپاره ډیرې پیسې لګوی د خپل هیواد د خلکو لپاره هیڅ کارونه نه کوی چې ژوندی مثال یې په دغه هیواد کښې د بې کوره خلکو د شمیر زیاتیدل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2019 10:37 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې زیات خلک په ګاډو کښې ویده کیږی

زمونږ خبریال وایی امریکا چې په نورو هیوادونو کښې د لاسوهنو او د ترهګرو ډلو د جوړولو او ورسره د مالی مرستو لپاره ډیرې پیسې لګوی د خپل هیواد د خلکو لپاره هیڅ کارونه نه کوی چې ژوندی مثال یې په دغه هیواد کښې د بې کوره خلکو د شمیر زیاتیدل دی .

یوازې د امریکا په کیلی فورنیا ښار کښې په ګاډو کښې د شپاړس زره (۱۶۰۰۰)کسانو د وسیدو او ویده کیدا خبر خپور شوی دی .

د امریکا یوې(۱) رسنۍ ویلی دی په دغه هیواد کښې د بې کوره کسانو په شمیر کښې په پرله پسې ډیروالی راغلی دی .

د امریکا په کیلی فورنیا ښار کښې په زرګونو داسې کسان شته چې خپل ګاډی په روغتونونو ، کلبونو ، کلیسا یا بل کوم محفوظ ځاې کښې پارک کوی او هلته پکښې وسیږی او ویده کیږی .

د امریکا د اوبر( Uber Taxi) ټاکسی سروس یوه(۱) موټروانه شپږدیرش (۳۶) کلنه میرمن «لارن کش» خپل ګاډی د دوو(۲) مقصدونو لپاره  کاروی .

د امریکا دغه شپږدیرش (۳۶)کلنه میرمن لارن کش  یوه(۱) داسې ښځه ده چې کور نلری هغه ورځې ټاکسی چلوی او پیسې ګټې او د شپې په مهال په همدغه ټاکسی کښې ویده کیږی او هغې د خپل ګاډی شاته برخه په یوه(۱) کټ بدله کړی ده .

څه موده مخکې د امریکا ډیپارټمنټ اینډ اربن ډیولپمینټ (Department of Housing and Urban Developmen) په یوې (۱) خبرپاڼې کښې وویل چې په کیلی فورنیا کښې د بې کوره کسانو په شمیر کښې دوه اعشاریه اوه فیصده زیاتوالی راغلی دی .

د دا ډول مجبورو کسانو لپاره د امریکا د کیلی فورنیا د لاس انجلس په کوریا ټاون(Koreatown') سیمه کښې پرته کلیسا له تیر میلادی کال راهسې د ګاډو د پارک کولو لپاره محفوظ ځایونه برابروی .

د امریکا بې کوره سړیو په تیره بیا ښځو وویل په دغو سیمو کښې د ګاډو په پارک کولو سره د ویده کیدا په وخت په  دوې د جنسی تیری یا د غلا هیڅ خطر نه وی او دا یوه(۱) محفوظه سیمه وی .