د حضرت عیسی مسیح نیکمرغه زوکړه دې پرټولومبارک وی
د حضرت عیسی مسیح نیکمرغه زوکړه دې پرټولومبارک وی
نن د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کلیزه ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې د کلیزې او هم داشان د ۲۰۲۰ میلادي کال د رارسیدو په مناسبت د نړۍ د کاتولیکو مشر پاپ فرانسیس ته مبارکي وویله.
ولسمشر حسن روحاني نن په دغه پيغام کښې حضرت عیسی علیه السلام د توحید او بشر دوستۍ پيغام راوړونکی، د صبر او زغمل سمبول او د عزبت او پتمنۍ زیری ورکونکی وباله.
ولسمشر روحاني هیله وښودله چې د حضرت عیسی علیه السلام د میلاد په کلیزه کښې د یکتا پرستۍ او حقیقت لټونې د لارې ټول لاروي او د هغه حضرت او د ټولو اسماني دینونو پاک فکره موحدان د صلحې او عدالت د ټینګښت په لاره کښې ګام پورته کړي.
نن د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کلیزه ده.