پاکستان کښې نن لمر سترګه تندر نیسی
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې روان میلادی کال کښې د لمر سترګې اخری تندر نیول نن رامینځته کیږی چې رینګ اف فایر( Ring of Fire) نوم ورکړل شوی .
د پاکستان د موسم پیژندنې ادارې یعنی محکمه موسمیات ویلی دی چې په دغه هیواد کښې به نن د سهار په اوه نیمې(۷:۳۰) بجې د لمر سترګې د تندر نیولو کار پیل شی او اته(۸) بجی او اوه دیرش (۳۷) دقیقې به د لمرسترګې تندر نیول بشپر شی او د ورځې یوې(۱) بجې او شپږ (۶) دقیقې به د لمر سترګې د تندر نیولو کار پاې ته ورسیږی .
د لمر سترګې د اتیا (۸۰) فیصده برخه په تیارې کښې د ډوبیدا په وجه به په پاکستان کښې په ورځې تیاره خپره شی او د پاکستان په ټولو سیمو کښې به شل کاله وروسته په بشپړه ډول د لمر سترګې تندر نیول خلک وګوری .
له دې مخکې د نولس سوه نهه نویم (۱۹۹۹) میلادی کال د اګست د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه په ټول پاکستان کښې لمر سترګه تندر نیولی وه .