د تهران ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86831-د_تهران_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دتهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ستاسو د استفادې وړ وګرځی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 26, 2019 08:56 Asia/Kabul
  • د تهران ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دتهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ستاسو د استفادې وړ وګرځی

  دا هم د تهران  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د کویت القبس ورځپاڼې د یوې رسمیمهمې سرچینې له قوله راپور ورکړی ، د له یوه پلوه عربستان او کویت  او بل پلوه  د ایران د اسلامی جمهوریت  ترمینځ د سمندری موافقې په باب درې اړخیزې خبراترې ترسره کیږی .دغې خپرونې  په دې باب  له نورو  جزیاتو ته  له اشارې پرته زیاته کړې ده ، په دغې ناستې کې به چې ډیره زر ترسره کیدونکی ده،درې واړه هیوادونه  به د سمندری ملګرتیاؤ  لپاره د موافقې د جزیاتو په اړه ارزونې او څیړنې وکړی

جمهوری اسلامی ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د سعودی عربستاند ائیتلاف جنګی الوتکود یمن د صعده په یوه ګڼه ګوڼه بازار په سختې بمبارۍ کېپه لسګونو بې ګناه یمن وال  په وینو کې لیت پیت کړل.دا په داسې حال کې دی چې د ملګروملتو د بشری حقوقو ادارې د سعودی ائیتلاف دغه بمبارۍ د بشری حقوقو ښکاره خلاف ورزی بللی او دغه اقدام ئې په کلکه محکوم کړی دی .

 د یمن د هغه جنګ د ختمولو لپاره دعربستان د تیریګرائیتلاف په ضد له نړیوالو دباؤنو سره سره چې په تیرو کابو پنځو کلونو کې ئې د یمن د مظلومو او بې څوکه  ولس پر ډیرو مرګ ژوبلو سربیرهددغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات هم په کنډوالو بدل کړی دی، د آکسفام خیریه موسسېپه یوه وروستی راپور کې وئیل شوی دی،انګریز حکومت د ریاض پر رژیم د وسلو خرڅلاؤ کابو تر پنځه څلویښت فی صدو پورې زیات کړی دی .

د چین ګلوبل ټایمز خپرونې چې ددغه هیواد د حکومت  نظرونه او دریځونه خپروی، په یوه وروستی راپور کې د حکومتی سرچینو له قوله لیکلی دی،که امریکا د دتایوان په موضوع کې  خپل اقداماتو ته دوام ورکړی،نو د دوی لاسونه بهغوڅ شی .

د عراق  پارلیمان ددغه هیواد د انتخاباتو نوی قانون تصویب کړی چې په اساس به ئې رای ورکونکی د انتخاباتولپاره د ګوندونو او ډلو ټپلو د کاندیدانو دلیسټ په ځای پخپله خوښه  کوم کاندید  ته رایه ورکولی شی  او  له کوم فرقه پال  او یا د ونډې په اساس به  د  پارلیمان  استازی نه ټاکل کیږی،چې ځینو پرګنو او قومونو ددغه قانون  له منلو ډډه کړې ده خو بیا هم  دغه قانون په پارلیمان  کې د لازم   او ضروری  استازو  د شمیر په پوره کیدا سره تصویب شوی دی .

د لبنان ولسمشر میشل عون  پرون د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د لبنان  د ما رونی کلیسا له مشر پادری  بشاره الراعی سره په کتنې کې د  لبنان  دمستعفی  لومړی وزیر سعد حریری د  وروستیو څرګندونو په غبرګون کې  وئیلی دی راتلونکی حکومت د خارجه وزیر جبران باسیل حکومت نه دی  او  جبران باسیل یوازې د تر ټولو ستر پارلیمانی فریکشن مشر دی،او راتلونکی حکومت به ممکنه ده د ټیکنوکریټو حکومت  وی .

د سورئې په الحسکه او ادلب ولایتونو کې د  حکومتی  او مقاومتی چولیز ځواکونو په پاکونکو عملیاتو کې کابو پنځلس کلی  او ښارګی  د تکفیری ترهه ګرو له سپیرومنګولو آزاد کړی دی .

د افغانستان په ننګرهار کې د  حکومتی لوری په پاکونکو  عملیاتو کې  یو شمیر وسلوال ترهه ګر او د هغوی پټنځایونه  تباه او  د هغوی یو شمیر وسلې او  ګاډی هم تباه شوی دی .

دا هم  د تهران  کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی  دایران او امریکا ترمینځ  تر پردې شا  اړیکو سره اړونده پروپیګنډې رد کی او وئیلی ئې دی ، دغه ټوله  چټی او دروغجن تبلیغات دی  او  هیڅ واقعیّت نه لری .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، وحشی صهیونیسټی عسکرو  د ټوپک په کونداغ سره د  هغې فلسطیۍمور کوپرۍ  ماته کړې  چې هڅه ئې کوله  د وحشی صهیونیسټانو له  سپیرو منګولو  خپل  بچی وژغوری .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د سورئې پوځ  د ادلب  ولایت د آزادونکو عملیاتو په دوام کې د معمرة النعمان  سټراټژیک ښار  کلابندی نوره هم تنګه کړې ده .

 په ایران کې د عراق سفیر سعد جواد قندیل په یولړ څرګندونو کې  وظیلی دی ، د ایران په ضد دامریکا  بندیزونه هیڅکله هم په رسمیّت نه پیژنی ا و  له دغه  ګاونډی اود وست هیواد سره  هراړخیزو  ملګرتیاؤ او  راشه دیرشه ته دوام ورکوی .

۲۰۱۹کال د فرانسې لپاره  له جنجالونو او اعتراضونو ډک کال  او دغه راز د آمانوئیل  ماکرون   د  حکومت لپاره یو سرخوږی رامینځة کونکی کال بللی شوی دی .  دا په داسې حال کې دی چې په دغه هیواد کې د زیّړو جیکټونو د غورځنګ  اعتراضونه او مظاهرې  د کال  په وروستیو  کې  هماغه شان  دوام لری او که د  فرانسې حکومت   دخپل ولس  دغوښتنو په وړانډې سرټیټی  نشی ، نو ممکنه ده  دغه اعتراضونه  او مظاهرې په راتلونکی ۲۰۲۰ کال کې هم دوام ومومی .

 =    دا هم د تهران  چاپ ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې  نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د افغانستان طالبانو ددغه هیواد  د فراه هرات  ترمینځ په سترې لارې کې د دسولې د کارون پر ګاډو  حمله کړې ، چې  له امله ئې  د دغه کاروان پنځه ویشت  کسان  له ګاډو کوز کړی او له ځان سره ئې نامعلوم ځای ته بیولی دی  له دې څه موده مخکې هم وسلوالو طالبانو  د  سولې   دکاروان   یوویشت غړی تښتولی وو . باید ووئیل شی   چې د دسولې دغه  کاروان څو میاشتې مخکې له  هلمند ولایته پیل شوی او په درست هیواد کې  په ګرځیدو سره له خلکو د سولې د بهیر د پیاوړتیا غوښتنه  کوی او  وسلوال طالبان  وائی چې دغه کسان د حکومت  لپاره کارکونکی دی او باید  له خپلو دغو کړنو لاس په سر شی . البته  د سولې دغړو د برمتګرۍ په باب د  راپور تر خپریدو پورې   طالبانو څه نه دی وئیلی .

 په داسې حال کې  د کرسمس  د جشن او دستورو  په درشل کې د شمالی کوریا  چارواکو ګواښ کړی ، چې  که امریکا د کال  تر وروستیو پورې  دخبرواترو دنتیجو  جدی توب ته پام ونه کړی ،نو  دکال تر وروستیو به  یوه بله ډالۍ هم  وړاندې شی ، د امریکا ولسمشر  ټرمپ دغه ګواښ او  الټی میټم ته له اهمیّت ورکولو پرته  په ملنډو سره وئیلی دی ،ممکنه ده شمالی کوریا ورته د ګلانو ګیډۍ ډالۍ کوی .