د تهران ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دتهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده ستاسو د استفادې وړ وګرځی
دا هم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د کویت القبس ورځپاڼې د یوې رسمیمهمې سرچینې له قوله راپور ورکړی ، د له یوه پلوه عربستان او کویت او بل پلوه د ایران د اسلامی جمهوریت ترمینځ د سمندری موافقې په باب درې اړخیزې خبراترې ترسره کیږی .دغې خپرونې په دې باب له نورو جزیاتو ته له اشارې پرته زیاته کړې ده ، په دغې ناستې کې به چې ډیره زر ترسره کیدونکی ده،درې واړه هیوادونه به د سمندری ملګرتیاؤ لپاره د موافقې د جزیاتو په اړه ارزونې او څیړنې وکړی
جمهوری اسلامی ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د سعودی عربستاند ائیتلاف جنګی الوتکود یمن د صعده په یوه ګڼه ګوڼه بازار په سختې بمبارۍ کېپه لسګونو بې ګناه یمن وال په وینو کې لیت پیت کړل.دا په داسې حال کې دی چې د ملګروملتو د بشری حقوقو ادارې د سعودی ائیتلاف دغه بمبارۍ د بشری حقوقو ښکاره خلاف ورزی بللی او دغه اقدام ئې په کلکه محکوم کړی دی .
د یمن د هغه جنګ د ختمولو لپاره دعربستان د تیریګرائیتلاف په ضد له نړیوالو دباؤنو سره سره چې په تیرو کابو پنځو کلونو کې ئې د یمن د مظلومو او بې څوکه ولس پر ډیرو مرګ ژوبلو سربیرهددغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات هم په کنډوالو بدل کړی دی، د آکسفام خیریه موسسېپه یوه وروستی راپور کې وئیل شوی دی،انګریز حکومت د ریاض پر رژیم د وسلو خرڅلاؤ کابو تر پنځه څلویښت فی صدو پورې زیات کړی دی .
د چین ګلوبل ټایمز خپرونې چې ددغه هیواد د حکومت نظرونه او دریځونه خپروی، په یوه وروستی راپور کې د حکومتی سرچینو له قوله لیکلی دی،که امریکا د دتایوان په موضوع کې خپل اقداماتو ته دوام ورکړی،نو د دوی لاسونه بهغوڅ شی .
د عراق پارلیمان ددغه هیواد د انتخاباتو نوی قانون تصویب کړی چې په اساس به ئې رای ورکونکی د انتخاباتولپاره د ګوندونو او ډلو ټپلو د کاندیدانو دلیسټ په ځای پخپله خوښه کوم کاندید ته رایه ورکولی شی او له کوم فرقه پال او یا د ونډې په اساس به د پارلیمان استازی نه ټاکل کیږی،چې ځینو پرګنو او قومونو ددغه قانون له منلو ډډه کړې ده خو بیا هم دغه قانون په پارلیمان کې د لازم او ضروری استازو د شمیر په پوره کیدا سره تصویب شوی دی .
د لبنان ولسمشر میشل عون پرون د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د لبنان د ما رونی کلیسا له مشر پادری بشاره الراعی سره په کتنې کې د لبنان دمستعفی لومړی وزیر سعد حریری د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی راتلونکی حکومت د خارجه وزیر جبران باسیل حکومت نه دی او جبران باسیل یوازې د تر ټولو ستر پارلیمانی فریکشن مشر دی،او راتلونکی حکومت به ممکنه ده د ټیکنوکریټو حکومت وی .
د سورئې په الحسکه او ادلب ولایتونو کې د حکومتی او مقاومتی چولیز ځواکونو په پاکونکو عملیاتو کې کابو پنځلس کلی او ښارګی د تکفیری ترهه ګرو له سپیرومنګولو آزاد کړی دی .
د افغانستان په ننګرهار کې د حکومتی لوری په پاکونکو عملیاتو کې یو شمیر وسلوال ترهه ګر او د هغوی پټنځایونه تباه او د هغوی یو شمیر وسلې او ګاډی هم تباه شوی دی .
دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی دایران او امریکا ترمینځ تر پردې شا اړیکو سره اړونده پروپیګنډې رد کی او وئیلی ئې دی ، دغه ټوله چټی او دروغجن تبلیغات دی او هیڅ واقعیّت نه لری .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، وحشی صهیونیسټی عسکرو د ټوپک په کونداغ سره د هغې فلسطیۍمور کوپرۍ ماته کړې چې هڅه ئې کوله د وحشی صهیونیسټانو له سپیرو منګولو خپل بچی وژغوری .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د سورئې پوځ د ادلب ولایت د آزادونکو عملیاتو په دوام کې د معمرة النعمان سټراټژیک ښار کلابندی نوره هم تنګه کړې ده .
په ایران کې د عراق سفیر سعد جواد قندیل په یولړ څرګندونو کې وظیلی دی ، د ایران په ضد دامریکا بندیزونه هیڅکله هم په رسمیّت نه پیژنی ا و له دغه ګاونډی اود وست هیواد سره هراړخیزو ملګرتیاؤ او راشه دیرشه ته دوام ورکوی .
۲۰۱۹کال د فرانسې لپاره له جنجالونو او اعتراضونو ډک کال او دغه راز د آمانوئیل ماکرون د حکومت لپاره یو سرخوږی رامینځة کونکی کال بللی شوی دی . دا په داسې حال کې دی چې په دغه هیواد کې د زیّړو جیکټونو د غورځنګ اعتراضونه او مظاهرې د کال په وروستیو کې هماغه شان دوام لری او که د فرانسې حکومت دخپل ولس دغوښتنو په وړانډې سرټیټی نشی ، نو ممکنه ده دغه اعتراضونه او مظاهرې په راتلونکی ۲۰۲۰ کال کې هم دوام ومومی .
= دا هم د تهران چاپ ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د افغانستان طالبانو ددغه هیواد د فراه هرات ترمینځ په سترې لارې کې د دسولې د کارون پر ګاډو حمله کړې ، چې له امله ئې د دغه کاروان پنځه ویشت کسان له ګاډو کوز کړی او له ځان سره ئې نامعلوم ځای ته بیولی دی له دې څه موده مخکې هم وسلوالو طالبانو د سولې دکاروان یوویشت غړی تښتولی وو . باید ووئیل شی چې د دسولې دغه کاروان څو میاشتې مخکې له هلمند ولایته پیل شوی او په درست هیواد کې په ګرځیدو سره له خلکو د سولې د بهیر د پیاوړتیا غوښتنه کوی او وسلوال طالبان وائی چې دغه کسان د حکومت لپاره کارکونکی دی او باید له خپلو دغو کړنو لاس په سر شی . البته د سولې دغړو د برمتګرۍ په باب د راپور تر خپریدو پورې طالبانو څه نه دی وئیلی .
په داسې حال کې د کرسمس د جشن او دستورو په درشل کې د شمالی کوریا چارواکو ګواښ کړی ، چې که امریکا د کال تر وروستیو پورې دخبرواترو دنتیجو جدی توب ته پام ونه کړی ،نو دکال تر وروستیو به یوه بله ډالۍ هم وړاندې شی ، د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه ګواښ او الټی میټم ته له اهمیّت ورکولو پرته په ملنډو سره وئیلی دی ،ممکنه ده شمالی کوریا ورته د ګلانو ګیډۍ ډالۍ کوی .