د ایران ، روسیې او چین ګډې مانورې پراخ انعکاس درلودلی دې
اسوشیټیډپریس هم نوموړی مانوری ته په انعکاس ورکولو سره لیکلی دی ځینې باوری دی دغه مانوره په سیمه کی د امریکا او عربستان اقداماتو ته غبرګون دې
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران ، روسیې او چین ګډه سمندری مانورې په سیمه ایزو او نړیوالو رسندویو کې پراخ انعکاس درلودلی دی .
د روسیې اسپوتنیک خبری اژانس ولیکل دغه مانوره په سیمه کی د امنیت ، دوستی او سولې د پیاوړتیا په هدف ترسره شوی ده .
اسوشیټیډپریس هم نوموړی مانوری ته په انعکاس ورکولو سره لیکلی دی ځینې باوری دی دغه مانوره په سیمه کی د امریکا او عربستان اقداماتو ته غبرګون دې .
د انګلستان ډیلی میل هم په یوه راپور کی لیکلی دی ایران ، روسیې او چین د لویدیځوالو د نارضایتی ترمینځ یوه بی مخینې سمندری مانوره پیل کړه .
د ایران ، روسیې او چین ګډه سمندری مانوره پرون د ډله ایز اتحاد او د ملګرتیا په سیوری کښې د پایداره امنیت ، دوستۍ او د سولې په پیغام سره د هند اوقیانوسیې په شمال کښې پیل شوی ده اوتر ګل ورځې به دوام ولری .