د امریکې جنایتونو ته ځواب ورکول د عراقیانو طبیعي حق دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86920-د_امریکې_جنایتونو_ته_ځواب_ورکول_د_عراقیانو_طبیعي_حق_دی
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د عراق د ولسي مبارز ځواک په اډو باندې د تیري ګرو امریکایي ځواکونو د حملې په غندلو سره دغه جنایت ته ځواب ورکول او بدل اخیستل یې د عراق د خلکو او مدافع ځواکونو طبیعي حق وباله.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 31, 2019 02:49 Asia/Kabul
  • د امریکې جنایتونو ته ځواب ورکول د عراقیانو طبیعي حق دی

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د عراق د ولسي مبارز ځواک په اډو باندې د تیري ګرو امریکایي ځواکونو د حملې په غندلو سره دغه جنایت ته ځواب ورکول او بدل اخیستل یې د عراق د خلکو او مدافع ځواکونو طبیعي حق وباله.

د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک پرون په یوه خبرپاڼه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په سیمه کښې د ناامنۍ، ګډوډۍ، شخړو او لانجو اصلي عامله امریکا ده، څرګنده کړه: د حشد الشعبي په مرکزونو باندې د امریکې د ترهګرو ځواکونو هوايي حمله چې له امله یې د عراق د ولسي او مقاومتي ځواک یوشمیر جنګیالي شهیدان او زخمیان شو، د دغه هیواد د ملي واکمني خلاف ورزي ګڼله کیږي.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په دغه خبرپاڼه کښې د امریکايي ځواکونو ایستل او شړل پّ عراق کښې د ثبات او امنیت د ټینګښت ضامن وبلل او څرګنده یې کړه: هیڅ کوم خپلواک او اتل ولس د خپلو اولادونو خلاف د پردیو د جنایت او تیري ګرۍ خوی نه زغمي.

د دې بیانیې په پاې کښې ټینګار شوی دی چې جعلي او د ماشومانو قاتل صهیونیسټي رژیم دې هم د امریکايي ترهګرو له دې اقدامه نه خوشحالیږي ځکه چې اسلامي امت د مقاومت په جبهه کښې د خپلو اولادونو په قدر پوهیږي او په سیمه کښې به صهیونیسټي ضده اراده لاپراخه او پياوړې شي.