د ایران خلاف بندیزونه زیاتوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86921-د_ایران_خلاف_بندیزونه_زیاتوو
براین هوک: واشنګټن به د تهران د تسلیمولو په موخه د ایران خلاف بندیزونه زیات کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2019 03:15 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

براین هوک: واشنګټن به د تهران د تسلیمولو په موخه د ایران خلاف بندیزونه زیات کړي.

د امریکې په خارجه وزارت کښې (د ایران د اقدام ډلې) مشر بیګا د ایران له سیمه ایز نفوذه د قهر په څرګندولو سره وویل: واشنګټن به د تهران د تسلیمولو په موخه د ایران خلاف بندیزونه زیات کړي.

براین هوک Brian Hook بیګا په یوه خبري غونډه کښې په دې ادعا سره چې د ایران اقتصاد په کمزورې کیدو دی، وویل: غواړو چې په راتلونکي (۲۰۲۰) کال کښې د تهران خلاف بندیزونه زیات کړو.

هغه د ایران خلاف له روان بهیر او د زیات نه زیات دباؤ له نتیجې ډاډمني او رضایت څرګند کړ.

د امریکې د خارجه وزارت د ایران ضده ډلې مسئول هم داشان د ایران په تورنولو سره، د عراق په لویدیځ کښې د حشد الشعبي ولسي ځواک خلاف د امریکې وروستۍ هوايي حمله یوه دفاعي حمله وبلله.