د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم درته د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
دا هم د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړی مخ ئې لیکلی دی ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دروسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، درست هیوادونه دې په نړۍ کې د امریکا له پراخې یواړخیز پالنې سره د مقابلې لپاره سره ملګرتیا وکړی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،د عراق ستر دینی مرجع آیت ا... علی سیستانی دعراق په لویدیځ کې د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په یوه مرکز د امریکا هوائی حمله په کلکه غندلې او وئیلی ئې دی ،دعراق اړونده اورګانونه او ادارې دې د عراق د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا ته احترام نه کونکو اقداماتو ته جدی ځواب ورکړی . دعراق په الانبار ولایت کې د الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک پر مرکز د امریکا هوائی حمله چې په لسګونو کسانو وینه ئې بهولې او پوځی تاسیساتو ته ئې زیات تاوانونه اړولی دی ،په عراق کې د سپینې ماڼۍ د چارواکو د هغو موخو یوه برخه ده چې ددغه هیواد په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې د ولسی مظاهرو په پوښښ کې ترسره کیږی ،خو د عراق ولس اوس ویښ شوی او استعمار ګرې امریکا ته به هیڅ په لاس ورنشی .
د صهیونیسټ رژیم یوه انټرنیټی سایټ له دغه رژیم سره د اړیکو دعادی کولو لپاره د متحده عربی اماراتو د اقدام خبر ورکړی او وئیلی ئې دی ، په دې اړه د اماراتو په خلیفه ټاؤر کې ستر جشن هم جوړ شوی او دغه راز د اسرائیلو د پوځ ویندوی هم په ریاض کې له اسرائیلو سره داړیکو دعادی کیدا په خوشالیو کې د مشالونو د بلولو په اړه د دستورو یوه ویډیو خپره کړې ده . داپه داسې حال کې دی ، چې د فلسطین وفا خبری آژانس راپورورکړی ، د وحشی صهیونیسټی رژیم د جنګ وزیر سره د سلګونو صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو په ابراهیمی حرم تیری کړی او هلته ئې د آذان د خپریدا مخه نیولې ده .
د بحرین د ولسی پاڅون روحانی مشر آیت ا... شیخ عیسی قاسم ټینګار کړی ، په دغه هیواد کې د سیاسی ترینګلتیاؤ حل ، د درستو سیاسی بندیانو له خوشی کیدا پرته بله هیڅ لاره نه لری او تر څو چې حتی د آل خلیفه رژیم په بندونو کې یو بندی هم موجود وی ، دغه ترینګلتیاوې به د وام ولری .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې لیکلی ئې دی ، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په ډاګه کړی ، داسلامی ایران د دښمنانو له درستو دسیسو سره سره په موجوده حالاتو کې د امریکا له اقتصادی ترهه ګرۍ سره په جدی جنګ بوخت یوو،جې بلاخره به استعماری کړۍ په دغه جنګ کې هم سخته ماته خوری .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،دنوی میلادی کال په درشل کې ډونالډټرمپ د امریکا ولس ته یوه بله بوږنونکی ډالۍ وړاندې کړې او په عراق کې د موجودو پنځو زرو امریکائی عسکرو ژوند ئې له جدی خطرو سره مخامخ کړی دی . د عراق مبارزو ولسی ډلو په یوې پټې او مهمې غونډې کې فیصله کړې ، ددغه هیواد په القائم ښار کې د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په یوه مرکز د امریکا د هوائی حملې غچ به په نزدو وختونو کې حتما اخلی او نور په عراق کې د ا مریکائی پوځیانو شپې ورځې په ختمیدا دی .
ورځپاڼه بیا لیکی،په تهران کې د یمن سفیر محمد ابراهیم الدیلمی وئیلی دی ، سعودی عربستان دیمن د جنګ له جبۍ د وتلولپاره ډیر فرصتونه درلودل،خو د هغوی ځینی کم عقل له دغو فرصتونو داستفادې خنډ شوی دی.
د سورئې پوځ او دمقاومتی چورلیز ځواک په الحسکه او ادلب ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو له سپیرو منګولو په لسګونو ښارګی او کلی آزاد کړی او د جنایتکارو ترهه ګرو په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډی او ستر جنګی تجهیزات ئې هم تباه کړی دی .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې وسلوالو طالبانو په داسې حال کې چې له امریکایانو سره ئې د روغې جوړې خبرې اترې هم په نظر کې نیولی ، خو د افغان او بهرنیو عسکرو په ضد ئې خپلو حملو اوبمی چاودنو ته دوام ورکړی دی .
دپاکستان او هندوستان د پوله ساتی ځواک یو ځل بیا د کشمیر کنټرول کرښې په اوږدو کې پر یوه بل سخت بریدونه کړی او وئیل کیږی ، چې په دغه اخ و ډپ کې درې پاکستانی پوله ساتونکی عسکر هم وژل شوی او یوشمیر نور هم ټپیان شوی دی .
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې په یوې مقالې کې لیکلی دی ، په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ وکیل رودی جولیانی چې د اوکراین له ولسمشر زلنسکی سره ئې د ډونالډټرمپ د ټیلیفونی تماس په ټینګولو کې په جدی رول لوبولو سره ئې ټرمپ د مواخذې تر چوکاټه رسولی ، د تیر کال په ستمبر کې ئې د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره له غږملیتا پرته د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو ته هم ټیلیفونی اړیکه ټینګه کړې، او نیکولاس مادورو ئې هڅولی څو له قدرته څنګة شی . دغه اطلاعات دامریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د څو خبرو چارواکو له قوله ایشوا کړې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د روغې جوړې خبرې د شکونو په شپو ل کې دی ،په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اووربند خبرې اوج ته په رسیدا دی ، خو د طالبانو ځینو مسئولانو وئیلی دی ،په دې اړه ئې هیڅ ژمنه نه ده کړې او پخپلو وارمخکې شرطونو یو ځل بیا ټینګار کوی . ایسو شی ایټیټډ پریس آژانس راپورو رکړی ، امریکا په یوې داسې موافقې پسې ده چې افغانستان په بشپړ ډول له ترهه ګرو ډلو پاک کړی ،خو ډیری شناندی او کارپوهان دغه ډنډورې پوچې ګڼی او وائی چې امریکا پخپله هڅه کوی ، په افغانستان کې ځینی نوره جنایتکارې ډلې هم راپورته کړی څو په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ئې د شتون پلمې په لاس کې ولری .
د لیبیا او ترکیې د حکومتونو ترمینځ په موافقې پسې د یونان لومړی وزیر ددغې پیښې په غبرګون کې په موافقې د بیا کتنې غوښتنه کړې او ګواښ ئې کړی که بیا کتنه ونه کړی ،نو اړونده نړیوالو ارګانونو ته به د دوی په ضد شکایت وکړی .
د سوډان لوړې محکمې د یوه استاد د قتل په دوسیې کې ددغه هیواد امنیتی ادارې یو دیرش کارکونکی په پانسۍ محکوم کړی دی .
د امریکا پوځی چارواکو یو ځل بیا په سپین سترګیتوب سره وئیلی دی ، د سورئې په شمالی سیمو کې به د تیلو دڅاګانو ساتلو ته دوام ورکړی .
ا وس هم را ګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو تر ډېره حده د سولې روانې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دی.
دکابل چاپ دنیا ورځپاڼې لیکلی، طالبان د اوربند پرځای د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره د یوې مناسبې فضا پر رامینځته کولو غور کوی.
وړاندې راغلی، د مناسبې فضا د برابرولو لپاره اووه ورځې وخت ټاکل شوی او که په دې اوو ورځو کې کومه چاودنه کېږی دا به د اوربند خلاف ورزی نه ګڼل کېږی او دواړه خواوې به د پېښې په تړاو څېړنې کوی خو په دې تړاو د امریکا دریځ لا روښانه نه دی.
د سرمقالې لیکوال د طالبانو د ویاند ذبیح ا.... مجاهد له قوله لیکلی،چې دوی د اوربند تصمیم نه لری.
سرخط ورځپاڼې لیکلی، طالبان د سولې په پلمه خپل بندیان خوشې کوی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،ترکومه ځایه چې خلکو او نړېوالې ټولنې ته معلومه شوې طالبان د دې واک نه لری چې د سولې په خبرو کې په قاطیعت سره تصمیم ونیسی او یا اوربند وکړی نو ځکه تر اوسه چې د طالبانو او امریکا ترمینځ کومې خبرې شوی ،تر ډېره د بندیانو د ازادولو په تړاو خبرې شوې دی.
د سرمقالې لېکوال د یو طالب چارواکی له قوله لیکلی،چې طالبانو دکابو ۵ زره طالب بندیانو لېسټ امریکا ته سپارلی او د دوی ازادول یې د توافق مهم شرط یاد کړی.
سرخط همدارنګه لیکی، که چېرې د سولې د خبرو اترو برخلیک ته همداسې له افغان حکومت پرته دوام وکړی ،دا به د افغان حکومت په زیان تمام شی.
هېواد دولتی ورځپاڼې لیکلی، طالبانو له امریکایی لوری سره د سولې په تړاو خبرو کې د خپلو ۵ زرو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده چې دا کار د افغان حکومت له خوښې پرته او په ټوله کې له افغان حکومت سره تر سولې مخکی ستر خطر لری.
وړاندې راغلی، د بندیانو د ازادولو غوښتنه داسې مهال کېږی چې دغه بندیان له افغان حکومت سره دی، کله چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه حاضریږی او یا د سولې لپاره د لومړنی شرط په توګه اوربند هم نه منی ،نو بیا په کوم جرائت او په کومه خوله، ددغو زرګونو جنګیالیو د ازادولو غوښتنه کېږی.
ورځپاڼه لیکلی، د طالبانو او امریکا ترمینځ خبرې باید ټولې افشا شی، دا خبرې باید نور د بندو دروازو تر شا نه وی بلکې افغان ولس پرې خبر اوسی.
هېواد ورځپاڼه همدارنګه لیکی، که طالبان خپله غواړی چې بندیان یې ازاد شی ،نو هغوی د دې ښه ادرس لری، رادې شی، په کابل او یا هم کوم بل ځای او ان د کوم دوست هېواد په سفارت کې دې له افغان حکومت سره لومړی تل پاتې سوله وکړی، په هغه صورت کې افغان حکومت چمتو دی چې د دوی ټول طالب بندیان ازادی کړی.
د سرمقالې د لېکوال په باور، افغان حکومت طالب بندیان هغه مهال خوشې کوی چې دغه ډله له جګړې لاس واخلی، نه دا چې له امریکا د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د دښمن په غوښتنه د دغو زرګونو بندیانو د خوشې کولو هڅه وکړی.