ذهنی ، جسمی او احساساتی دباونه څه ته وایی ؟
زمونږ خبریال راپور راکړی کارپیژاندی وایی مثبت ذهنی دباو له انسان سره مرسته کوی چې سړی مخکې لاړ شی او په ښه ډول کارونه ترسره کړی . ذهنی دباو څه شی دی ؟
اروا پیژاندی وایی سټریس ناروغۍ دوه (۲) ډوله وی مثبته او منفی ی.
مثبت یعنی ګوډ سټریس (good stress) ته یو سټریس ویل کیږی چې هغه ته ښه سټریس هم ویل کیږی خو منفی ذهنی دباو تل انسان ته تاوان رسوی .
مثبت ذهنی دباو انسان په ژوند کښې مخکې بوځی او له هغه سره په کار کولو کښې مرسته کوی او کوم خلک چې مثبت ذهنی دباو لری نو په هغوې کښې د بیړې عادت ، په هرې خبرې غوسه کیدل او ناکرارۍ لیدل کیږی .
بلې خوا ته منفی ذهنی دباو د انسان په روغتیا او فکر باندې ډیر بد اغیز شیندی او انسان له ژوند څخه په ناهیلی کولو کښې هم مهم رول لوبوی او که چیرې د منفی ذهنی دباو په وخت درملنه ونشی نو نتیجې یې ډیرې تاوانی کیدلای شی .
د ذهنی دباو اغیزونه څه دی ؟
د امریکا دسائیکلوجیکل ایسوسی ایشن ادارې د راپور پراساس که چیرې د منفی دباو په وخت علاج او درملنه ونشی نو ددغه دباو په وجه د وینې د دباو رامینځته کیدل او د انسان د بدن د دفاعی قوت کمزوری کیدل یوه() عام خبره ده او له کبله یې اغیزمن شوی کس د چاقۍ په شمول د زړه له ناروغۍ سره هم مخامخ کیدلای شی.
که چیرې په ذهنی ناروغیو تر ډیر وخت پورې سترګې پټې شی نو له کبله یې تل پاتې اغیزونه رامینځته کیدلای شی .
منفی ذهنی دباو مونږ په ذهنی ډول نه پریشانه کوی بلکې اغیزونه یې د انسان په جسم باندې راښکاره کیږی چې پکښې هر وخت د سر درد ، د هاضمې د نظام کمزوری کیدل ، د زړه نه زړه کیدل ، د ډیپریشن زیاتیدل او د شپې په وخت ویښیدپاتې کیدل دی .
کوم خلک د منفی ذهنی دباو ښکار کیږی ؟
د امریکا اروا پیژاند ډاکټر ګیری براون وایی په ذهنی دباو لرونکو کسانو کښې لاندې نښې نښانې لیدل کیږی .
له خپلې کورنۍ سره د ښو اړیکو نه لرل .
د مسولیتونو زیاتیدل .
له نورو خلکو څخه د زیاتو هیلو لرل .
په مالی ډول کمزوری کیدل .
د یوه(۱) خپل له لاسه ورکول یعنی مړ کیدل .
د صحت او د روغتیا د مشکلاتو ورپښیدل .
د هستوګنې د ځاې بدلیدل .
یوې(۱) یا له یوې څخه له زیاتو پیښو سره مخامخ کیدل لکه ټرافیکی پیښه یا په کوڅو کښې د جرم ښکار کیدل .
له ذهنی ، جسمانی او احساساتی دباو سره په مخامخ کسانو کښې کوم ډول نښې نښانې لیدل کیږی .؟
د وینې دباو او د زړه د ټکان زیاتیدل .
په نورو د ځان د برلاسی کولو هڅه .
په بدن کښې د درد احساسول .
په مشکلاتو کښې ښخیدل او د ځان په ښه کولو کښې د مشکلاتو رامینځته کیدل .
د نورو خلکو په هکله په ذهن کښې د منفی خیالونو راتلل .
په رودې کښې د بدلون راتلل یعنی د ټولنیزو اړیکو خرابیدل ، هره ورځ خپه او پریشانه کیدل ، د غوسې نه کټرولول او د ارامښت او د سکون نلرل .
ارواپیژاندی وایی چې له ذهنی دباو څخه دځان د خلاصولولپاره په ژوند کښې د اعتدال یعنی انډول رامینځته کول ضروری دی .
له ځان سره نرمی کول او ترټولو لومړی د ځان عزت کول دی .
له ټولو خلکو سره راشه درشه ولرئ او خپل راز ساتونکی داسې دوست جوړه کړئ چې د تاسو راز او غلطیانې له نورو خلکو څخه پټې کړی او د تاسو د مسائیلو په اوریدو سره هغه د نورو خلکو په مخ کښې بیان نکړی .
تاسو یوه(۱) کتابچه جوړه کړئ چې پکښې هغه ټولې خبرې ولیکئ چې تاسو یې احساس کوئ خو چا ته یې ویلی نشئ او د دغه عادت په وجه به تاسو په خپله د ځان د احتساب یعنی حساب کتاب کولو کښې اسانتیا رامینځته کړئ او په خپلو غلطیانو او ویرې باندې د کنټرول په ترلاسه کولو کښې مرسته وکړئ.
تاسو باید ښه خواړه وخورئ او هره ورځ ځان ته وخت وباسئ او ورزش وکړئ او خپل ارام ته ترجیح ورکړئ .
ترټولو اخری او اهم خبره دا چې تاسو له کوم مشهور ارواپیژاند سره مشوره وکړئ او د ځان دننه له ډار او ویرې څخه خپل ډاکټر خبر کړئ او له هغه مرسته وغواړئ چې د دغو مشکلاتو په حل کښې درسره مرسته وکړی .